ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان سل سيمه ييز پوليس بې برخليکه پراته دي

د نورستان سل سيمه ييز پوليس بې برخليکه پراته دي

author avatar
17 Aug 2013 - 13:02
د نورستان سل سيمه ييز پوليس بې برخليکه پراته دي
author avatar
17 Aug 2013 - 13:02

جلال اباد (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د نورستان چارواکې وايي، چې ددې ولايت تر سلو پورې سمييزو پوليسو له ولايت څخه بهر بې برخليک پاتې دي.

د والي وياند ظاهر بهاند دغه خبرې نن (د زمري ٢٦مه) له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې وکړې او زياته يې کړه، چې په نورستان ولايت کې ورځ تر بلې ستونزې مخ په ډېرېدو دي.

ده وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې د نورستان شاوخوا ١٠٠ سيمه ييز پوليس چې ننګرهار ته د روزنې په موخه راغلي وو، اوس د ننګرهار او کونړ په ولايتونو کې بې برخليکه ورځې شپې تېروي.

نوموړى وايي، د لارې د بندښت له امله له يادو ١٠٠ تنو څخه ٧٠ يې غوښتل د بدخشان له لارې نورستان ته راشي، خو په لاره کې د نښتې او ماين چاودنې له امله يې يو تن ووژل شو.

د والي وياند وايي: ((نور کسان تيت او پرک شول، اوس ټول بې سرنوشته په کونړ او ننګرهار کې پراته دي.))

ظاهر بهاند وايي، په دې وروستيو کې د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالۍ د کورنيو او بهرنيو وسله والو له ګواښ سره مخ دي او په کار ده، چې د کورنيو چارو وزارت له دوى سره د تشکيل په ډېروالي کې مرسته وکړي، تر څو دواړه ولسوالۍ د وسله والو له ګواښ څخه خلاصې کړي.

نوموړى زياته کړه: ((موږ ستونزه شريکه کړې، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته هم موږ مکتوب لېږلى، مګر هر څه بې نتيجې دي.))

هغه داهم وويل، که چېرې د کورنيو چارو وزارت د دوى ستونزې د سيمه ييزو او ملي پوليسو په برخه کې هواره نه کړي، نو په راتلونکي کې به د هر څه ذمه وار د کورنيو چارو وزارت وي.

د هغه په وينا، سله کسه ډېر قوت دى، هړ هغوى بې برخليکه دي، نه سلاح لري او نه هم نور وسايل.

نوموړى وويل، د کامدېش له ولسوالۍ پرته نور په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي، خو په يو شمېر ولسواليو کې چې مرکزونه فعال شوي، لا هم له امنيتي ننګونو سره مخ دي.

بهاند زياته کړه، په کامدېش کې د امنيتي ستونزو له امله د نوم ليکنې دفتر نه دى خلاص شوى.

دغه راز د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمان مذهبيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نورستان کې پر امنيتي ستونزو سربېره د بيارغونې په برخه کې هم ګڼې ستونزې موجودې دي.

مذهبيار زياته کړه، د برګمټال او کامدېش ولسوالۍ په دې وروستيو کې له سختو ګواښونو سره مخ دي او يوازې په نامه ولسوالۍ پاتې دي.

د ولايتي شورا رييس وويل: ((پوليس هسې په نامه دي، تنخوا اخيستل کېږي مګر پوليس نشته.))

دى پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې نور دې له نورستان سره سطحي برخورد نه کوي او د دغه ولايت پر وضعيت دې غور وکړي.

د ده په خبره، چې د برګمټال په ولسوالۍ کې د نوم ليکنې مرکز نه دى فعاله شوى.

نورستان سوېل ختيځ ته هغه غرنى ولايت دى، چې هره ورځ ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.