ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د تښتول شوو انجنيرانو د راخوشې کولو هڅې روانې دي

بغلان کې د تښتول شوو انجنيرانو د راخوشې کولو هڅې روانې دي

author avatar
18 Aug 2013 - 15:29
بغلان کې د تښتول شوو انجنيرانو د راخوشې کولو هڅې روانې دي
author avatar
18 Aug 2013 - 15:29

پلخمري (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٢): د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې  د دغه ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کې يې د وسله والو له خوا د کانونو وزارت د درېيو تښتول شوو انجنيرانو د خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل کريم داد نن (د زمري ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دغه درې انجنيران درې ورځې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان له سروې د راستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شول.

دى زياته کړه، چې وسله والو د هغوى پاراډو موټر هم له ځان سره بيولى دى.

امنيه قوماندان وويل، چې دغو انجنيرانو د امنيتي ځواکونو له خبرولو پرته يادې ولسوالۍ ته سفر کړى و، خو د سپين ږيرو په منځګړيتوب يې د خوشې کولو هڅې پيل شوې دي.

سمونمل کريم وويل، تر اوسه يې د تښتوونکو د هويت او دا چې د تښتول شوو انجنيرانو په بدل کې  څه غواړي او چېرته دي؟ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د شمال د ډبرو سکرو  د کانونو د تصدۍ رييس انجنير عبدالخالق هم وويل، چې د دولت او تښتوونکو تر منځ خبرې د سپن ږيرو په منځګړيتوب روانې دي، خو تر اوسه هم د هغوى غوښتنې نه دې څرګندې شوې.

ځايي چارواکي وايي، چې د يادو انجنيرانو د تښتولو پرمهال د يوه بل موټر چلوونکى چې انجنيران يې لېږدول په تېښته بريالى شوى دى.

 د دغو انجينرانو د تښتونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

تاله و برفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو دوه کانونه لري، چې د يو شمېر خلکو اقتصاد له همدغو کانونو تامينيږي.

ياده ولسوالۍ د پلخمري ښار سوېل لوېديځ  ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده  او د باميانو له سيغان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.