کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو چاودنو کې د ملي اردو د اوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
په کابل کې د ياد وزارت له خوا د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چاودنې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ځينو ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د کندهار په زېړۍ ولسوالۍ کې دوه سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان دي، د لوګر په محمد اغې کې درې سرتېري او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې دوه سرتېري وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن