ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سياسي مشران دې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې نه کوي”

“سياسي مشران دې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې نه کوي”

author avatar
18 Aug 2013 - 16:06
“سياسي مشران دې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې نه کوي”
author avatar
18 Aug 2013 - 16:06

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د کورنيو چاور پخواني وزير علي احمد جلالي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو په غونډه کې وويل، چې افغانان بايد له ٢٠١٤ کال وېره ونه لري او په ټاکنو کې په برخې اخيستو دې خپل برخليک وټاکي.

افغانانو د ١٢٩٨هجري لمريز کال د زمري په ٢٨مه له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپل هېواد خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

د يادې بريا د ٩٤يمې کاليزې په وياړ نن په کابل کې د مدني ټولنو او ځينو بنسټونو له خوا د دولتي چارواکو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير په دې غونډه کې وويل، چې افغانانو دغه بريا د قربانيو په ورکولو او په ملي يووالي سره ترلاسه کړې ده.

جلالي وايي، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې ډېرې ستونزې ګاللي او سترو امپراتوريو ته يې ماتې ورکړې دي.

 خو هغه وايي: “موږ جګړې ګټلي، خو سياست مو ځکه بايللى ، چې له جګړې وروسته ځينو مشرانو د خپل زعامت ساتلو لپاره قومونه جنګولي دي.”

د ده په وينا، تر څو چې افغانان په دې اړه څېړنه ونه کړي، چې ولې يې سياست بايللى؟ په راتلونکي هم مثبت ګام نه شي پورته کولاى.

هغه دا هم وويل، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې د ملي نه، بلکې د شخصي موخو لپاره شوي، نو ځکه يې ښې پايلې هم نه دي لرلې.

د هېواد دغه سياستوال وايي: “افغانان له ٢٠١٤ کال څخه بايد ډار ونه لري، ځکه چې دا کال يوه نېټه ده او نېټه نه شي کولاى، چې د يوه ملت برخليک وټاکي.”

دا په داسې حال کې ده، چې په ٢٠١٤ ميلادي کال کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته رسېږي او ځينې کسان اندېښنه لري، چې له دغه کال وروسته به د هېواد حالات خراب شي.

خو د کورنيو چارو پخوانى وزير وايي، چې په ياد کال کې په افغانستان کې د واک خلا نه رامنځته کېږي؛ ځکه چې افغانستان امنيتي ځواکونه لري او دغه ځواکونه کولاى شي وضعيت تر خپل کنټرول لاندې راولي.

جلالي وايي: “که يو مشروع دولت ولرو، سوله او ثبات هېواد ته راوستلى شو او موږ له بل چا نه بايد تمه ونه لرو، چې سوله او ثبات موږ ته راوړي، سوله تر ډېره په ملت پورې اړه لري.”

دغه راز د جلالي په اند، خلک کولاى شي په راتلونکو ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې خپل برخليک وټاکي.

ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه کېږي.

جلالي د افغانستان خلکو ته په خطاب کې وويل: “موږ او تاسو په لوى امتحان کې يو او د دې لپاره چې راتلونکى دولت مشروعيت ولري، بايد ټاکنې وشي او په ټاکنو کې بايد خلک په پراخه توګه برخه واخلي.”

هغه په نننۍ ناسته کې ونه ويل، چې دى به ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي او که نه، خو تېر کال يې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي وو، چې پلويانو يې ترې غوښتي، څو په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.

ده پر سياسي مشرانو غږ وکړ، چې د واک ساتلو هلې ځلې دې نه کوي، څو هېواد له ستونزو وژغورل شي.

په نننۍ غونډه کې د غازي امان الله خان لور  هنديې هم برخه لرله.

هغې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړه وويل، چې امان الله خان د خپل پوځ او خلکو په مرسته د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې جګړه پيل کړه او ويل يې تر هغه به توره نه ږدي، چې خپلواکي يې نه وي ترلاسه کړې.

  هنديه وايي، چې امان الله خان تل خلک زده کړو ته هڅول او پر دې باور و، چې نالوستى ملت نه شي کولاى خپلواکي ترلاسه کړي او ويې ساتي.

هغې وويل، چې د امان لله خان په وخت کې افغانستان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نجونو ښوونځى، د ښځو لپاره روغتون او اساسي قانون جوړ شو.

په افغانستان کې د ملي شورا لپاره لومړنى کوښښ د امان الله خان په وخت کې پيل شو؛ په دې دوره کې د دولت لومړنى قانون (د دولت اساسي نظامنامه په افغانستان کې) د لويې جرګې له خوا تصويب او په دغه قانون کې د دولت د شورا په نوم وړاندوينه شوې وه.

 هنديه پر ملي يووالي ټينګار کوي او وايي: ((زما د پلار تکيه کلام و، چې ويل به يې موږ ټول يو قوم يو او ټول افغانان يو … او زما پلار تل ويل، چې زما پيغام د سولې پيغام دى.))

په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار وويل، چې افغانستان ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو تېرو کورنيو جګړو د افغانستان لاسته راوړنې تر خاورو لاندې کړې.

هغې وويل: “موږ په ټولو برخو کې پرمختګونه کړي وو، خو جګړو هر څه وران کړل.”

هنريار زياته کړه، چې افغانان بايد د سولې او يووالي د ترلاسه کولو لپاره له زړه کار وکړي، تر څو خپلو مهمو موخو ته ورسېږي.

پخوا به په افغانستان کې د خپلواکۍ ورځ په ډېرو شانداره مراسمو نمانځل کېده، خو له تېرو څو کلونو راهيسې دغه مراسم د وړو غونډو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.