ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په هرات کې دې د هدفي وژنو مخنيوى وشي”

“په هرات کې دې د هدفي وژنو مخنيوى وشي”

author avatar
18 Aug 2013 - 15:24
“په هرات کې دې د هدفي وژنو مخنيوى وشي”
author avatar
18 Aug 2013 - 15:24

هرات (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د هرات ښار لسګونو خلکو په دغه ښار کې د لاريون په ترڅ کې د پوليسو او دولتي مامورينو د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

دغه لاريون کوونکي، چې ډېرى يې د ١٢مې ناحيې استوګن وو، د هغه پوليس مړى هم له ځان سره لېږداوه، چې تېره شپه وژل شوى و.

لاريون، چې شاوخوا ٢٠٠ تنو په کې برخه اخيستې وه، نن لس بجې پيل او تر يو ساعت وروسته د ولايت ودنۍ مخې ته پاى ته ورسېد.

دوى د هدفي وژنو خلاف شعارونه ورکول ، د دغو وژنو عاملين يې د وطن غليمان بلل او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کوله، چې د هدفي وژنو عاملينو ته سزا ورکړي.

د هرات د حوض کرباس سيمې يو استوګن احمدعلي، چې د وژل شوي پوليس له دوستانو و، پژواک ته وويل، دوست يې د سرحدي پوليسو سرتېرى و، کور ته په رخصتۍ را روان و، چې د ښار په ١٢مه ناحيه کې وسله والو موټرسايکل سپرو پرې بريد وکړ، لومړى ټپي او بيا تېره شپه يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د لاريون بل ګډونوال شېرعلم هم وايي، چې په تېره يوه مياشت کې نا امني زياته شوې او د روژې مياشتې له پيله تر نن پورې لس پوليس او دولتي مامورين په نښه شوي دي.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي لاريون کوونکو ته ژمنه ورکړه، چې د دې ډول نا امنيو مخه به نيسي او د هدفي وژنو عاملينو ته به سزا ورکوي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د وژل شوي پوليس د قاتل د نيول کېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د نيول شوي تن په کور کې يوه اندازه چاودېدونکي توکې هم موندل شوي دي.

نوموړي په دې هکله نور معلومات ورنه کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.