ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې يو سوداګر د تښتوونکو له بنده راخوشې شو

کندوز کې يو سوداګر د تښتوونکو له بنده راخوشې شو

author avatar
18 Aug 2013 - 14:42
کندوز کې يو سوداګر د تښتوونکو له بنده راخوشې شو
author avatar
18 Aug 2013 - 14:42

کندوز(پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د کندوز ولايت پوليسو يو سوداګرد تښتوونکو له منګولو خوشې کړى، بلخوا يې په يوه پېښه کې د يوه ډلمشرپه ګډون پنځه وسله وال مخالفين نيولي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرورحسيني وايي، چې ياد سوداګر دولت شاه نومېږي او دوه ورځې وړاندې خان اباد ولسوالۍ ته د راستنېدو پرمهال په اشکمش ولسوالۍ کې وتښتول شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سوداګرد اشکمش د بويرک کلي اړوند ساحه کې تښتول شوى و او تېره ورځ د خان اباد د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له خوا د غفار په نوم د يوه پخواني جهادي قوماندان په مرسته را خوشې شو.

حسيني وويل، چې انسان تښتوونکي له يوې نښتې وروسته له سيمې وتښتېدل، خو د پېژندنې او نيولو هڅې يې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه ځايي سوداګر د تښتونې علت لا هم نه دى څرګند.

خوتښتول شوي سوداګر دولت شاه وويل، چې دا ډول ډېرې پېښې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته کېږي.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ډېر وخت په يوه کور کې ساتل کېده.

د يو بل خبر له مخې، د کندوز د چهادرې په عيسى خېلو سيمه کې کې پنځه وسله وال د يوې پېښې په ترڅ کې نيول  شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، چې ياد کسان د طالبانو د يوه ډلمشر ملا تاج محمد په ګډون د ځمکنيو عملياتو او هوايي ديسانت په مرسته نيول شوي دي.

هغه وويل، چې يادو کسانو له ډېرې ورخطايۍ خپلې وسلې په کلي کې پرېيښي او په يوه ځنګل کې پټ وو، دغه راز له هغوى څخه يو ميل تومانچه او يوه پايه مخابره هم نيول شوې ده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.