ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې اور لګېدنې ٢٠٠ دوکانونه وسوځول

د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې اور لګېدنې ٢٠٠ دوکانونه وسوځول

author avatar
19 Aug 2013 - 13:33
د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې اور لګېدنې ٢٠٠ دوکانونه وسوځول
author avatar
19 Aug 2013 - 13:33

چاريکار ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د پروان ولايت د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله درې تنه  ټپيان، ٢٠٠ دوکانونه سوځيدلي او خلکو ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.

د سياګرد ولسوالۍ ښاروال احمد خطاب بابکرخېل د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا اور لګېدنه نن سهار په نهو بجو د ګازو د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې تر چاودنې وروسته نږدې د تېلو په يوه دوکان کې اور ولګېد او له هغې سره په ټول بازار کې اور سرايت وکړ.

دى وايي چې په ولسوالۍ کې اطفائيه نشته او دوى له مرکز چاريکارو څخه ښار اطفائيه وغوښته، خو تر څو چې اطفائيه رسېده، نو اور ډېر زيانونه اړولي وو.

د ښاروال په وينا، په دې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي، د بېلا بېلو توکو تر ٢٠٠ پورې دوکانونه سوځيدلي او خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د سياګرد د بازار يو تن دوکاندار محمد معصوم مجددي پژواک اژانس ته وويل چې د ګازو د دوکان په يوه ډبه کې چاودنه وشوه او تر هغې وروسته اور ولګېد.

نوموړي زياته کړه چې ددې دوکان تر څنګ د تېلو يو دوکان اور واخيست او دې سره په ټول بازار کې ولګېد.

دى وايي چې په دې پېښه کې د تېلو، ګازو، خوراکي توکو، لرګيو خرڅولوو نجارۍ او بنجارې دوکانونه سوځيدلي دي.

مجددي زياتوي چې تر دوه ميليونه ډالرو پورې خلکو ته زيان اوښتى او له حکومت څخه زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې هم د اور لګېدنې له امله ٢٠٠ دوکانونه سوځيدلي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.