ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه ټاکل کېږي “

” عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه ټاکل کېږي “

author avatar
19 Aug 2013 - 15:36
” عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه ټاکل کېږي “
author avatar
19 Aug 2013 - 15:36

کابل ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : وروسته له هغه چې اسحاق الکو د لوى څارنوال په توګه له دندې لرې شو، ټاکل شوې ده، چې مولوي عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه وټاکل شي .

رايټرز خبري اژانس د زمري په ٢٨مه، د افغان لوړ پوړو چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې ولسمشر حامد کرزي لوى څارنوال اسحاق الکو له دندې ګوښه کړى دى.

سرچينې د هغه د ګوښه کېدا لامل  په متحده عربي اماراتو کې د الکو او طالبانو ترمنځ پټې خبرې اترې په ګوته کړې دي.

که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ او د لوى څارنوالي تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى، خو ويل کېږي، چې نن تر غرمې مخکې په ارګ کې ولسمشر په دې اړه له يو شمېر جهادي مشرانو، مخورو او دولتي چارواکو سره مشورې کړې دي.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ارګ په نننۍ غونډه کې ډېرو کسانو ولسمشر ته عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه د ګومارلو مشوره ورکړه.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر هم په دې اړه تر ډېره بريده رضايت ښودلى دى، خو وروستۍ پرېکړه يې لا پاتې ده.

ياده سرچينه وايي چې کېداى شي تر راتلونکو دوو ورځو پورې عطاء الله لودين د لوى څارنوال په توګه اعلان شي.

مولوي عطاء الله لودين د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د ولسي جرګې په تېره دوره کې د ننګرهار د خلکو استازى و.

اوس مهال هغه د سولې دعالي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.