کابل ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي لوى څارنوال محمد اسحق الکو له خپلې دندې لرې کړى دى.
رايټرز خبري اژانس د زمري په ٢٨مه، ديوه لوړي پوړي افغان چارواکي په حواله خبر ورکړى، چې ولسمشر کرزي وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې محمد اسحق الکو د ولسمشر له اجازې پرته په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره په پټه ليدل کتل کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې الکو په دوبۍ کې د طالبانو د سولې د خبرې اترې کوونکو ډلې سره ليدلي دي، خو حکومت يې په جريان کې کړي نه وو.
الکو له تېرو شپږو کلونو راهيسې د لوى څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا اسحاق الکو له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې هغه لرې شوى نه دى او نن د غرمې ډوډۍ يې په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره خوړلى دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن