اسلام اباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له خوا د خپلواکۍ ٩٤مه کاليزه په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې په کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو هم برخه اخيستې وه.
غازي امان الله خان ٩٤ کاله مخکې له انګرېز ښکېلاک څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتو مسوول زردشت شمس د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلواکۍ د نمانځلو ياد مراسم تېره شپه په يوه هوټل کې نيول شوي وو.
هغه زياته کړه، چې په دغو مراسمو کې د افغانستان سفير عمر داوودزي او دسفارت د کار کوونکو ترڅنګ د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوڅ، د پارلمان غړو، سياسي مشرانو او ديپلوماتانو برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل، چې ياد مراسم د افغانستان او پاکستان د ملي سرودونو په غږولو سره پيل شول او وروسته د خپلواکۍ په وياړ جوړ شوى کيک هم پرې شو.
په مراسمو کې د پښتونخوا ملي ګوند مشر محمودخان اڅکزي، عبدالرحيم مندوخېل، ملتپال مشر او سياستوال افضل خان لالا، د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب احمد خان شېرپاو، د مسلم ليګ ګوند مشر چوهدري شجاعت حسين، سناتور مشاهد حسين، پخواني چارواکي شهزاده عدنان اورنګزيب او يو شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.
دغه راز په دې غونډه کې يو شمېر افغان محصلينو او د رسنيو استازو هم ګډون درلود.
د يادونې ده، چې په دې غونډه کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي قطب الدين هلال هم ګډون کړى و.
د غونډې په پاى کې ګډونوالو ته د افغانستان ملي سندرې وغږول شوې او ملي اتڼ هم وشو، چې د راغلو مېلمنو د پام وړ وګرځېد.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن