ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “ملي اعتماد” په نوم جبهه جوړه شوه

د “ملي اعتماد” په نوم جبهه جوړه شوه

author avatar
20 Aug 2013 - 14:16
د “ملي اعتماد” په نوم جبهه جوړه شوه
author avatar
20 Aug 2013 - 14:16

کابل (پژواک ٢٩ زمرى٩٢): څلورو ګوندونو د “ملي اعتماد” په نوم جبهه جوړه کړه او وايي، موخه يې د هېواد د ستونزو حل او له قانون سره سم د ټاکنو ترسره کول دي.

د دې جبهې مشر او په ولسي جرګه کې د باميانو استازي محمد اکبري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه جبهه په هېواد کې د سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې او اساسي غوښتنه يې له قانون سره سم د راتلونکو ټاکنو ترسره کول دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.

د اکبري د معلوماتو له مخې، ياده جبهه د اعتدال ملي اسلامي، وحدت ملي اسلامي، انسجام ملي اسلامي، کار او توسعه ګوندونو او د هېواد له ځينو وتلو څېرو او د پوهنتون له استادانو جوړه ده.

خو هغه ونه ويل، چې کومې وتلې څېرې په دې جبهه کې شاملې دي.

 دى وايي: ((د ملي وفاق له لارې د ملي ګټو تامين او له ملي ګواښونو سره مقابله زموږ ليد لورى دى.))

اکبري وويل، چې دغه جبهه په هېواد کې د روانو ستونزو د پاى ته رسولو په موخه ټولو ګوندنو، اېتلافونو او جبهو ته د مرستې لاس ورکوي.

د هغه په اند، تر هغه چې سياسي جبهې او اېتلافونه جوړ نه شى يو ملت نه شي کولاى له ستونزو سره مقابله وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار که څه هم د دې جبهې غړيتوب نه لري،خو په ياده ناسته کې يې برخه
 لرله.

هغه وويل، چې په هېواد کې د روانو سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو ستونزو د حل لپاره بايد جبهې او اېتلافونه جوړ شي.

هغه له ټولو ګوندونو، اېتلافونو او جبهو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د سياسي واک د لېږد لپاره خپلې مفکورې او پروګرامونه سره شريک کړي، تر څو په سمه توګه سياسي لېږد ترسره شي.

د مسلميار په اند، يو شمېر بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدو په موخه هڅې کوي، چې نفاق رامنځته کړي، خو افغانان بايد هوښيار وي او پرې نه ږدي، چې دغه کړۍ خپلو موخو ته ورسيږي.

مسلميار له ټولو سياسي حرکتونو وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو د ښې ترسره کېدو په موخه له ملت او دولت سره يو ځاى کار وکړي، تر څو رڼې او ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي او د ولسمشر د دويم مرستيال عبدالکريم خليلي په مشرۍ وحدت اسلامي ګوند هم په دې وروستيو کې اعلان کړى، چې په راتلونکو ټاکنو کې به يې دريځ يو وي.

دغه راز د راتلونکو ټاکنو لپاره د نورو سياسي ګوندونو تر منځ هم خبرې روانې دي او کېداى شي نور اېتلافونه هم رامنځته شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.