ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکنې پروسه کې د هلمنديانو ګډون ډېر شوى

د نوم ليکنې پروسه کې د هلمنديانو ګډون ډېر شوى

author avatar
21 Aug 2013 - 11:51
د نوم ليکنې پروسه کې د هلمنديانو ګډون ډېر شوى
author avatar
21 Aug 2013 - 11:51

لښکرګاه (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، تر دې مهاله د هلمند په مرکز او ولسواليو کې ١٣ زره کسانو د رايې اچونې کارتونه اخيستي دي.

په هلمندکې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر انجنير عبدالهادي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه او ١١ ولسواليو کې يې د رايې اچونې  کارتونه وېشلي دي.

نوموړي وويل، له باغران او ديشو ولسواليو پرته چې دولتي ادارې په کې شتون نه لري په نورو ولسواليو کې يې  يو_يو مرکز پرانيستى دى.

د ده په خبره، که څه هم په شمالي ولسواليو کجکي، موسى کلا، نوزاد او واشير کې، چې امنيتي حالت تر ډېره د ډاډ وړ نه دى کم خلک مراجعه کوي، خو په نورو ولسواليو کې يې کارونه ښه روان دي.

انجنير عبدالهادي زياتوي،  امنيتي ستونزې نه لري خو يو شمېر کسانو ته چې  تذکرې نه لري له ضمانت وروسته کارت  ورکول کېږي.

نوموړي وويل، دوى کولى شي په ټاکلي وخت کې  ټولو هغو کسانو ته، چې نوي اتلس کلن شوي دي او يا يې هم کارتونه ورک شوي، کارتونه ورکړي.

له بل لوري د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونكي وايي، كه د راتلونكو ټولټاكنو پر مهال اوسنۍ امنيتي ستونزې شتون ولري نه شي كولى په پراخه توګه په ټاكنوكې برخه واخلي.

د نادعلي ولسوالۍد شنه کلي اوسېدونکى نورمحمد وايي، دا مهال د ولسواليو په مركزونو كې د رايې وركوونكو نوم ليكنه روانه ده ، خو اوسنيو امنيتي ستونزو خلک اندېښمن كړي او نا امني ټاکنې اغېزمنولى شي.

هغه زياتوي، كه يادې ستونزې په همدې ډول دوام وكړي، نود ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې به د رايې وركوونكو ونډه كمه وي.

د ده په خبره، له بلې خوا ډېرى خلک تذکرې نه لري، چې له همدې امله د نوم ليکنې په دفترونو کې د رايې اچونې کارت نه ورکول کېږي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالغفار وايي، چې په كليوالو سيمو كې د وسله والو له ګواښونو سره مخ دي او ټاکنو ته شرايط نه دي برابر.

دى وايي، په ولسواليو کې امنيت نشته، د کارت ورکونې مرکز نه دى پرانيستل شوى څو چې امنيت ښه نه شي خلک به په ټاکنو کې ګډون ته زړه ښه نه کړي.

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال جمعه ګل همت وايي، اوسمهال د هلمند په ډېرى ولسواليو كې امنيت د ډاډ وړ دى  او زياتوي، چې د ټاکنو تر مهاله به امنيتي فعاليتونه ګړندي کړي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د امنيت د ټينګښت په برخه كې د خلكو همكاري اړينه ده تر څو ټاکنې په امن فضا کې ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.