مزارشريف (پژواک ٣١ زمرى ٩٢ ) : په بلخ کې د وړو خصوصي سکتورونو د ودې په موخه د نوي مارکېټونو د پراختيا پروګرام پيل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خصوصي سکتور د پراختيا عمومي رييس عبدالرحيم سيدي د زمري په ۳۱مه رسنيو ته وويل، چې دغه پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا د نړيوال بانک په مرسته پلى کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې ددغه پروګرام بوديجه ۲۲ ميليونه ډالره دی او بلخ ددغې لړۍ څلورم ولايت دی.
د هغه په وينا ، له دې وړاندې په کابل، ننګرهار او هرات کې دغه پرواګرام پرانيستل شوی دی.
سيدي وويل: ((دغه پرواګرام به د افغاني محصولاتو د کيفيت پر لوړاوي، بسته بندۍ او ډيزاين تمرکز کوي.))
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پروګرام کې به پر مارکېټ موندنې هم کار کېږي.
د بلخ يو شمېر سوداګر د دغه پروګرام هرکلی کوي او تمه لري ، چې ګټور به وي.
د بلخ د مېرمنو د انجمن د سوداګريزو توکو مشرې ثريا وويل، چې ددوی يواځينۍ ستونزه د مارکېټ نه موندنه وه، چې ددې پروګرام په وسيله به يې ستونزه هواره شي.
نوموړې زياته کړه: ((موږ ښه توکي درلودل؛ خو دا چې مارکېټ نه و؛ نو زموږ ډېری توليدات نه خرڅېدل او سوداګري مو زيانمنه کېده.))
همدارنګه، د رستم سهراب د شرکت مشرې، وحيدې نواب زاده وويل، چې له دې پروګرام سره به د بلخ سوداګري پرمختګ وکړي.
د نوموړې په وينا، له دې وړاندې يې بهرني توکي واردول؛ خو د افغاني توکو لپاره د مارکېټ له موندنې وروسته به افغاني توکي پلوري.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن