ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې  د غفلت په خوب ویده دي

مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي

author avatar
22 Aug 2013 - 20:49
مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې  د غفلت په خوب ویده دي
author avatar
22 Aug 2013 - 20:49

جلال اباد (پژواک٣١زمرى٩٢): د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې د ننګرهار والي او نور امنيتي چارواکي دې نور خوب او مستي پريږدي او د ننګرهار غم دې وخوري.

نوموړي دغه څرګندونې نن د زمري په ٣١مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې د مدير د فاتحې په مراسمو کې ګډونوالو ته وکړې.

د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر سرمعلم عظیم نایل چې د مسلمیار ماما و، څو ورځې مخکې د وسلوالو لخوا وژل شوی و.

د مشرانو جرګې رییس چې ډیر احساساتي غږیده، د ننګرهار امنيت په صفر درجه وښود او زياته يې کړه چې د ننګرهار امنيتي چارواکي او والي ګل اغا شېرزى په خوب ويده دي او پرته له خوبه او مستۍ يې بل کار نشته.

مسلميار طالبان مخاطب کړ او ویې ویل  : (( قسم مې دې د شهيد عظيم په پاکه وينه وي، طالب جانه! په خداى که خو دې بچى بچى رانه خلاص شي.))

مسلميار د ننګرهار  ولایت په نا امنیو  کې ولايتي اداره او د ننګرهار ولسونه ګرم وبلل او زياته يې کړه که چېرې د ناامنۍ په سر کې يې مخه نيول شوى وى نو اوس به ننګرهار دې حد ته نه رسيده.

همداراز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى فريدون مومند یادې غونډې ته پخپله وینا کې یواځې په ننګرهار نه بلکې په ټول هېواد کې د ناامنۍ  لامل پاکستان وباله.

نوموړي زياته کړه چې پاکستان په پراخه ډول په افغانستان کې لاسوهنې کوي او ټوله ناامني د دغه هېواد له امله رامنځته شوې ده.

فريدون مومند زياتوي: (( راځئ نور د پنجابيانو،عربانو نو نورو هغو اشخاصو چې په دې هېواد کې شر اچوي ملاتړ پريږدئ او دا هېواد د ابادۍ په لور يوسئ))

نوموړى وویل چې مرکزي اداره هم د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې پڅ دريځ لري او بايد په خپل دريځ کې بدلون راولي،

د مومند په خبره چې ګاونډي هېوادونه پاکستان او ايران د هېواد يوې لوېشتې خاورې ته هم غله دي او تل هڅه کوي چې دلته ستونزه راولاړه شي.

 د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال هم د ننګرهار پر اوسنۍ نا امنۍ اندېښنه څرګنده کړه او په دې تړاو یې د حکومت سربېره ولسونه هم د اوسنۍ نا امنۍ په مخنیوې کې په ناغېړۍ تورن کړل.

د ماليي وزير وايي چې يوشمير چارواکي لاس تر زنې ناست دي او ياده ناسته يې ډېر بد عواقب لري.

ده زياته کړه: (( اوس وسلوال په ټول ننګرهار کې په ښکاره ډول ګرځي راګرځي، ايا دا امنيت دى؟))

زاخيلوال هم پر چارواکو غږ وکړ چې نور دې له جديت څخه کار واخلي او لاس تر زنې دې نه کيني.

دغه لوړپوړي چارواکي يادې توندې څرګندونې په داسې مهال کوي چې په دې وروستيو کې ننګرهار د ګڼو سترو امنيتي پېښو شاهد دى.

بلخوا په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيتي چارواکي د شېرزادو په جګړه کې د غفلت له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د ننګرهار ولایت سرپرست او  مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال مني چې په دې وروستیو کې  دننګرهار امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې  ورځې مخکې د ختیځ زون په کچه امنیتي غونډه جوړه شوې وه او ده پکې ټولې امنیتي ستونزې شریکې کړې.

د ګردیوال په وینا، والي ګل اغا شیرزي په لوړه کچه دا ستونزې ولسمشر حام کرزي سره هم شریکې کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.