کندهار (پژواک ٣١ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي او د روانې اونۍ په اوږدو کې په کې ٤٠ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٩ ټپيان او ٢٤ نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه چاڼيز عمليات په ژېړۍ، پنجوايي، خاکرېز، شاوليکوټ او ميانشين ولسواليو کې اوس هم دوام لري.
د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د زمري په ٣١مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته وويل، چې چاڼيز عمليات يې د ملي اردو، ملي امنيت او عامه نظم ځواکونو په ګډه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ٤٠ وسله وال وژل شوي، ٩ ټپيان او ٢٤ نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه راز ٧٨ تنه نور شکمن هم نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
دى وايي، د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري اېښودل شوي ١٦٢ بېلابېل ماينونه، چې ډېر يې په خاکرېز ولسوالۍ کې وو، هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړى وايي، چې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
د امنيت امر په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه پټنځاى د له منځه وړو خبره هم وکړه او ويې ويل، چې وسله والو مخالفينو له همدغه ځاى څخه د بريدونو او د ماينونو اېښودلو پلانونه جوړول.
ده زياته کړه، په عملياتو کې درې پوليس د ماين د يوې چاودنې له امله ټپيان شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې د جنايي جرمونو په تړاو ١٣ تنه نيولي، چې ٥ يې پر غلا، ٢ په جعلکارۍ، ٤ په لواطت او ٢ له کور څخه په تېښته تورن دي.
هغه د نهو ګرامو هيرويينو په تور د ٣ تنو د نيول کېدو يادونه هم وکړه، چې ټول اړوندو قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
اطرافي وويل، دا مهال په کندهار کې تر سره کېدونکي عمليات يوازې د افغان ځواکونو له خوا تر سره کېږي، ځکه بهرني ځواکونو له اکثرو ولسواليو وتلي دي.
د کندهار په پنځو ولسواليو کې په داسې حال کې د وسله والو مخالفينو ضد چاڼيز عمليات تر سره کېږي، چې څو ورځې وړاندې چارواکيو په پنجوايي ولسوالۍ کې د مېوو د حاصلاتو ټولولو ته د شرايطو د برابرولو په موخه د عملياتو خبر ورکړى و.
څه موده وړاندې د پنجوايي ولسوالۍ د بېلابېلو کليو اوسېدونکو او باغ لرونکو شکايت کړى و، چې وسله والو يې په باغونو او غځېدلو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او هغوى نه شي کولاى د خپلو انګورو حاصلات ټول کړي.
د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، تر دې مهاله د پنجوايي ولسوالۍ د ګڼو کليو لارې او باغونه له ماينونه پاک شوي دي.
وسله والو مخالفينو په کندهار کې د شوو عملياتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن