ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلي: هند له افغان ځواکونو سره مرستې ته چمتو دى

خليلي: هند له افغان ځواکونو سره مرستې ته چمتو دى

author avatar
23 Aug 2013 - 12:13
خليلي: هند له افغان ځواکونو سره مرستې ته چمتو دى
author avatar
23 Aug 2013 - 12:13

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٢): د ولسمشر کرزي دويم مرستيال وايي، چې هند د افغان امنيتي ځواکونو روزني او تجهيز ته چمتو دى.

د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي د هند د ولسمشر د مرستيال په بلنه په يوه درې ورځني سفر دغه هېواد تللى و.

خليلي د بېرته راګرځېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته خپل سفر اغېزمن وباله او ويې ويل، چې هندي له چارواکو سره په ليدنو کې يې د سيمې د امنيتي او اقتصادي حالت، او د پوځي او اقتصادي مرستو په اړه خبرې اترې کړې دي. 

نوموړي زياته کړه، هند ژمنه کړې، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره به د تجهيز او روزنې په برخو کې مرسته کوي او په اقتصادي برخه کې به هم له افغانستان سره مرسته کوي، او دغه مرستې به له ٢٠١٤ وروسته هم دوام ومومي.

خليلي وويل، هند چمتووالى وښود، چې د خپل وس او حدودو په چوکاټ کې يو شمېر تجهيزات د افغانستان په واک کې ورکوي او د افغان ځواکونو په پياوړتيا کې مرسته کوي.

هغه په دې اړه، چې د هند شرايط په دې اړه څه دي او څه ډول تجهيزات افغانستان ته ورکوي، څه ونه ويل.

خو دويم مرستيال د هند د ژمنو په اړه ډاډمن دى او وايي، چې دغه هېواد مخکې هم پر خپلو ژمنو عمل کړى دى.

کريم خليلي په دغه سفر کې د نورو چارواکو ترڅنګ د هند له ولسمشر پرناب مکرجي او له لومړي وزير من موهن سنګهـ هم ليدنې کتنې کړې دي.

د هندوستان ولسمشر له خليلي سره په ليدنه کې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د سياسي او اقتصادي همکاريو په اړه ډاډ ورکړى او ويلي يې دي، چې هېواد دافغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه ويلي: ((هندوستان له خپلواک، پرمختللي او ډيموکرات افغانستان څخه ملاتړ کوي او دغه کار د خپلو ستراتيژيکو ګټو په چوکاټ کې بولي.))

د مکرجي په وينا، چې هندوستان له افغانستان سره د خپلو ستراتيژيکو ګټو په پياوړتيا کې ژمن دى او د لېږد د پروسې په بهير کې له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو دى.

د ولسمشر دويم مرستيال په داسې حال کې هند ته سفر وکړ، چې ټاکل شوې تر څو راتلونکو ورځو ولسمشر کرزى پاکستان ته ولاړ شي.

د يادونې ده، چې ولسمشر کرزى به پاکستان ته په سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د امنيتي مسايلو، له ترهګرۍ سره د پاکستان په ريښتينې مبارزې، د سولې پروسه کې د پاکستان د رول او د سوداګريزو اړيکو د ټينګولو په اړه خبرې وکړي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.