کندوز (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٢): د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له دريو نورو ملګرو سره وژل شوى او پنځه نور کسان يې نيول شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په نهر کهنه سيمه کې ترسره شول او درې ساعته يې دوام درلود.
هغه زياته کړه، چې د افغان ځانګړو ځواکونو د دغو عملياتو په پايله کې د خواجه غار لپاره د طالبانو د ولسوال عتيق الله په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې په دغو عملياتو کې پنځه نور وسله وال د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين سعدي وايي، چې د عملياتو له پيلېدو وروسته د دواړو غواوو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
نوموړي، چې په دغو عملياتو کې يې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه ونه ويل خو وايي، چې په نيول شوو وسله والو کې د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول امرالدين هم شامل دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم د دې پېښې په پخلي سره وويل، چې د وژل شوو په ډله کې د خواجه غار لپاره د طالبانو ولسوال قاري عتيق شامل دى.
په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.
د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د تخار له خواجه غار ولسوالۍ سره هم سرحده ده او دغه دوه ولايتونه سره نښلوي، دغه راز دشت ارچي د کندوز له نا امنو ولسواليو شمېر کېږي او وخت ناوخت ترې د مخالفينو د فعاليتونو په اړه راپورونه ورکول کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن