ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځينو وکيلانو پکتيکا کې د پروژو د پلي کېدو مخه نيولې”

“ځينو وکيلانو پکتيکا کې د پروژو د پلي کېدو مخه نيولې”

author avatar
23 Aug 2013 - 11:37
“ځينو وکيلانو پکتيکا کې د پروژو د پلي کېدو مخه نيولې”
author avatar
23 Aug 2013 - 11:37

ښرنه (پژواک، د وږې لومړۍ نېټه ٩٢): په پکتيکا کې د مدني ټولنو فعالان او چارواکي وايي، چې په پارلمان کې د دوی ځيني استازي د شخصي ګټو لپاره په دغه ولايت کې د ټولګټو پروژو د کار مخه نيسي.

د ارګون د ځوانانو فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان منظور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسي او مشرانو جرګو کې د پکتيکا د خلکو استازي له ساختماني شرکتونو څخه خپل باج او برخه غواړي.

نوموړى وايي، د ودانيزو شرکتونو ځيني استازي شکايت کوي، چې د ارګون ـ ښرنې، شکين او سروبي ولسواليو تر منځ د غځېدلو لويو لارو د جوړېدو د قرارداد اخيستو لېوالتيا لري، خو د ولسي او مشرانو جرګې ځيني وکيلان ورته ستونزې جوړوي.

 منظور زياتوي، که د فساد او خپلسريو په وخت مخه ونه نيول شي، پکتيکا وال به د دغو لويو پروژو لپاره منظورشوي پنځوس ميليونه ډالر له لاسه ورکړي.

د دغه ولايت د مدني ټولنې يو بل فعال نعمت الله خالد هم ورته نظرلري.

د مدني ټولنې يو بل غړى نعمت الله خالد هم وايي، چې د پکتيکا ځيني وکيلان او سناتوران د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د دې لويې پروژې مخه ډب کړې ده.

د ده په خبره، نږدې يو کال کېږي چې د دې لويې لارې بوديجه منظوره شوې خو د چارواکو د شخصي غرضونو له کبله يې چارې په مياشتو، مياشتو ځنډېدلې دي.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس عبدالمبين فقيرزاده هم مني چې د ځينو کسانو د بې ځايه مداخلو او شخصي ګټو د لاسته راوړولو له امله د دغه سړک د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي.

 نوموړی وايي، ځيني کسان په دې پروژه کې د شخصي ګټو په لټه کې دي؛ ځکه د يادې پروژې د قرارداد چارې د دويم ځل لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازى جمعه دين ګيانوال هم ومنله، چې په پارلمان کې د پکتپکا د خلکو ځيني استازي د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د دې لويې پروژې د پلې کېدو خنډ دي.

 نوموړي وويل، که پکتيکا وال د دغو وکيلانو د افشا کېدو غوښتنه ترې وکړي دوی به يې نومونه په ډاګه کړي.

ګيانوال زياتوي، ځيني وکيلان او سناتوران د ساختماني شرکتونو له خاوندانو پيسې

غواړي ، همدا لامل دی چې د دغو لارو د جوړېدو چارې له يوې بلې ورځې ته ځنډېږي.

خو په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازى سىد اسحاق ګيلاني وايي، که هر څوک د دې لارو د جوړېدو مخه نيسي، دوی به يې پر وړاندې کلک ودرېږي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې په پکتيکا کې د پراختيايي کارونو مخه ډب کړي.

 نوموړي وويل، که هر څوک د دغه کار مخنيوی کوي دا د پکتيکا له ولس سره نه، بلکې له ټول افغان ولس سره جفاده.

پکتيکا په سوېل کې پروت نا امنه ولايت دى، چې له پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري او په پرتليز ډول په کې د بيارغونې او پراختيايي چارو ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.