چاريکار ،ښرنه ( پژواک ٢ وږى ٩٢): په غزني او پروان ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوال له يو بل تن سره ټپي شو .
داورګون ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالواحد کندهارى وايي، چې تېره ورځ د اورګون د ولسوال عزيزالله حيايي موټر غزني ته پر لاره د ګړندي تګ له امله د سردې بند دسلطان باغ په سيمه کې چپه شو.
دى وايي، چې په دې پېښه کې عزيزالله حيايي ټپي او موټر چلوونکی يې مړ شو.
کندهاري د حيايي روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل ، چې د درملنې په موخه يې کابل ته لېږدولی دی.
دوه ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شول.
د يو بل خبر له مخې ، تېره شپه د پروان ولايت په مرکز چاريکارو کې يو کرولا موټر له يو باروړونکي موټر سره جنګېدلى دى.
د پروان د ترافيکو رياست د چارو د تنظيم امر محمديونس فردېسي وويل،چې په دې پېښه کې موټر چلوونکى مړ شوى او سر يې هم له تنې پرې شوى دى .
دى وايي، د دې کرولا يو بل تن ټپي شوى دى.
هغه وويل، چې دغه دوه تنه له کابل څخه د تفريح لپاره د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ ته تللي وو او بېرته کابل ته د تګ پر مهال له پېښې سره مخ شول.
د پروان د عامې روغتيا مشر محمدقسيم سعيدي ، وايي چې په دې پېښه کې د ټپي شوي تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درمنلې لپاره کابل ته لېږدول شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن