کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل نوي ښار پروژې پر وړاندې شته خنډونه به ژر تر ژره لرې کړي او دغه پروژه به تر راتلونکې اونۍ پورې په رسمي ډول پرانېستل شي.
د کابل نوي ښار پروژه، د هېواد په کچه د استوګنځايونو د پراختيايي پروژو له ډلې تر ټولو اساسي او لويه پروژه ده، چې د ولسمشر د ١٣٨٥ کال فرمان له مخې ترتيب شوه، خو د کابل اوسنى ښار د يو ميليون کسانو لپاره رغول شوى، چى اوسمهال پکې له ٤،٥ ميليونو زيات کسان ژوند کوي او د دې ټول نفوس ځايښت نه لري.
د کابل په نوي ښار کې د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د باريک اب سيمې، شاملې دي.
په هغه خبرپاڼه کې،چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي، چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ په مشرۍ جوړې شوې ناسته کې، چې د کابل نوي ښار د خپلواک بورډغړو هم ګډون درلود داسې پرېکړه وشوه، چې ياده ملي لويه پروژه به راتلونکې اونۍ په رسمي ډول پرانيزي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د يادې پرېکړې پر بنسټ ، د ده سبز ولسوالۍ ټول اوسېدونکي په ځانګړې توګه هغه کسان، چې د کابل نوي ښار په ځمکه کې د خښتو بټۍ لري او يا پر کار کولو بوخت دي، خبر ورکول کېږي، چې دغه سيمه د يوې اونۍ په موده کې خالي کړي او په دې مهم کار کې برخه واخلي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې د کابل ښار د پراختيا خپلواک بورډ به هڅه وکړي، چې په دې لويه پروژه کې د يادې سيمې خلکو ته او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته، چې د يادې پروژې په پيل کولو سره خپل کار له لاسه ورکوي، د کار زمينه برابره کړي.
سرچينه وايي، چې د دوى له خوا د خپرې شوې اعلاميې نه منل او هغه کسان په ځانګړي ډول د خښتو بټيو څښتنان، چې په غيرقانوني ډول خپلو کارونو ته ادامه ورکوي له جدي او قانوني چلند سره مخ شي او زياتوي، چې په دې ناسته کې د کابل ولايت امنيه قوماندانۍ ته لارښوونه وشوه، چې د يادې پرېکړې په پلي کولو کې جدي اقدام وکړي او سيمه د کابل نوي ښار پروژې، فزيکي قوې ته په واک کې ورکړي.
د کابل نوي ښار د پراختيا ادارې د مشر انجينر غلام سخي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغې پروژې د بوديجې له منظورۍ وروسته، مرسته کوونکي هېوادونه د ١٣٩٢ کال تر پايه د کابل نوي ښار د بنسټيزو برخو لپاره سل ميليونه ډالره مرسته وکړي
هغه وويل، چې دغه ټاکل شوې پيسې به د اسيا پراختيايي بانک او جاپان هېواد له لوري دوى ته ورکړل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن