ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې ديوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول

په بغلان کې ديوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول

author avatar
24 Aug 2013 - 12:00
په بغلان کې ديوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول
author avatar
24 Aug 2013 - 12:00

 کندوز-پلخمري (پژواک، ٢ وږى ٩٢): وسله والو کسانو ديوې کورنۍ شپږ غړي او له سولې سره يو ځاى شوى طالب په بغلان ولايت کې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي .

د يادې کورنۍ غړي دکندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي و  او بغلان ولايت ته ديوه واده په مراسمو کې دګډون لپاره تللي وو .

 دعلي اباد ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو ددوى موټر تېره ورځ مازديګر مهال د مرکزي بغلان  ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې درولى او پنځه تنه يې تر نيولو وروسته په ډزو وژلي دي .

هغه زياته کړه، چې وژل شوي کسان څلور ښځې او يو د قاري امير په نوم سړى دى .

سعيدي زياته کړه :((قاري امير يو له هغو طالبانو څخه و، چې مخکې د سولې له بهير سره يو ځاى او دکورنۍ مشر يې په علي اباد کې د سيمه ييزو پوليسو مشر و .))

 دعلي اباد ولسوال  د سيمه ييزو پوليسو ددغه قوماندان نوم وانه خيست او دغه وژنه يې دسيمه ييز پوليس په کورنۍ پورې اړونده وبلله .

دهغه په خبره،  وسله والو مخالفينو ددغې کورنۍ يو ماشوم او يوه ښځه په لوى لاس د وژلو په نيت تر ډزو لاندې راوستل ، خو دواړه ټپيان وو ، چې د درملنې لپاره دکندوز ولايتي روغتون ته واستول شول .

خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد لايق وايي، چې په دغه پېښه کې پنځه ښځې او يو نارينه  وژل شوي دي .

 هغه پژواک ته وويل:(( دغې کورنۍ  دبغلان پر لور په يوه سراچه موټر کې سفر کاوه ، خو طالبانو پرې پيکا او کلاشنکوفونه را واړول او  ټول يې ووژل .))

دغه ځايي استوګن زياتوي، چې ددوى موټر په ډزو سورى سورى شوى دى .

 محمد لايق زياتوي، چې پوليس وروسته د بريدګرو د نيونې په موخه سيمې ته راغلل اومړي يې ورسره يووړل .

تر اوسه د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى .

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې، د دې ترڅنګ چې د دغې وژنې عاملين يې طالبان بللي، ويلي چې ولسمشر دغه پېښه په سختو ټکوي غندي.

حامد کرزي د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د همدردۍ د ښکارولو ترڅنګ، د دغو کسانو وژل مسلمان وژنه او د افغانستان د خلکو له خوښيو سره ښکاره دښمني ګڼلې ده.

ولسمشر ويلي: “دا چې طالبانو دغه خلک وژلي او د هغوى خوښي يې په غم بدله کړې، دوى بايد پوه شي، چې په دنيا کې به د خلکو له کرکې او په اخرت کې له الهي دردناک عذاب څخه به خلاصون ونه مومي.”

د ويلو ده،چې شپږ مياشتې وړاندې ناپېژاندو وسله والو دمرکزي بغلان په اوږدو کې هم يو مسافر وړونکى سراچه موټر په نښه کړ ، چې پايله کې يې دوه ښځې ووژل شوې ، خو يو بل سړى او ماشوم ټپيان وو .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.