ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د سولې او ټيکاو تضمين د امنيتي تړون د لاسليک اساسي شرط دى

کرزى: د سولې او ټيکاو تضمين د امنيتي تړون د لاسليک اساسي شرط دى

author avatar
24 Aug 2013 - 14:00
کرزى: د سولې او ټيکاو تضمين د امنيتي تړون د لاسليک اساسي شرط دى
author avatar
24 Aug 2013 - 14:00

کابل(پژواک، ٢ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کزري يو ځل بيا وويل، چې دسولې او ټيکاو تضمين او د امريکا له خوا د افغان امنيتي ځواکونو روزل، له دغه هېواد سره دامنيتي تړون د لاسليکولو بنسټيز شرطونه دي.

د نوموړي په وينا، د دغه تړون سند ترتيب شوى، خو د افغانستان دولت د ځينو ناحل شويو غوښتنو له امله، نهايي شوى نه دى.

ولسمشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا څنګه کولاى شي ، په افغانستان کې امنيت خوندي کړي ، وويل:” په دې برخه کې عمده موضع د يرغل تعريف دى، په امنيتي هوکړه ليک کې يوه داسې ماده شته ، چې که چېرته پر افغانستان دنورو هېوادونو له خوا يرغل وشي ، دا هغه مسئله ده، چې موږ له امريکا سره کار پرې کوو ، چې يرغل څنګه تعريف کړو، نور موضوعات هم شته ، چې نه شو کولاى اوس يې دجزيياتو په اړه خبرې وکړو، لا هم په دې برخه کې کتنې لرو .”

افغانستان شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستلو د څرنګوالي په بدل کې له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې بندې کړې.

کرزي په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان او امريکا حکومتونو تر منځ سياسي خبرې روانې دي، خو “تخنيکي خبرې” تر اوسه هم ځنډېدلې دي.

هغه زياته کړه: ” هر کله که په دې تړون کې د افغانستان ګټې او غوښتنې، چې امن، سوکالي، پرمختګ او د افغان امنيتي قواوو او نظاميانو پياوړتيا ده، تضمين شي او دې موخې ته ورسېدو او ډاډمن شو، نو دغه سند به د غور لپاره، د خلکو په واک کې ورکړو.”

هغه وويل، چې د افغانستان حکومت د امنيتي تړون په اړه د لويې جرګې د رابللو تصميم پلى کوي.

د هغه په وينا: ” د افغانستان دولت په داسې حالت کې نه دى، چې له جرګې پرته هغه تړون، چې د افغانستان لپاره ډېر مهم او حياتي رول لري، په يواځې توګه ومني او يا هم رد کړي.”

کرزي ددغې جرګې په اړه وويل :” افغان دولت  له امريکا سره دامنيتي سند لاسليکول دهېواد په ګټه بولي، له همدې امله ورباندې خبرې کوو، خو دغه ګټې بايد دافغان ولس له سترګو تېرې او له موږ سره يې تصديق کړي، قبول يې کړي او هغه لازمي ضمانتونه، چې په دغه سند کې يې لولي، هملته واخلي نو د افغانستان خلک به خپلو ګټو ته ګوري او بيا به يې لاسليکوي.”

هغه څرګنده کړه، چې په لويه جرګه کې د ګډون والو په اړه ځينې اندېښنې رامنځ ته شوي، خو په ټينګار سره يې وويل، چې په دې جرګه کې به د ټول ملت رېښتوني استازي او خلک ګډون وکړي.

ولسمشر وويل: ” په هيڅ يوه دولت کې هم کوم حکومت د خپل ملت عام او تام استازيتوب نه شي کولى او په ځانګړي ډول له يوه بهرني هېواد سره د امنيتي تړون په دا ډول حساسو مواردو کې.”

خو نوموړي له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د لويې جرګې رابلل حتمي وبلل او زياته يې کړه: ” په دا ډول تړونونو کې د لويې جرګې رابلل، که په دې حکومت کې له امريکا سره تړون کېږي او يا هم په نورو دولتونو کې، حتمي دي.”

هغه زياته کړه، چې په دې جرګه کې به د امريکا سره له امنيتي تړون پرته، له ناټو سره هم پر تړون خبرې وشي.

کرزي د لويې جرګې د رابللو ټاکلې موده په ګوته نه کړه، خو د ولسمشر وياند ويلي، چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو مياشتو کې په کابل کې تر سره شي.

کرزي د امريکايي چارواکو له لوري د امنيتي تړون د لاسليک کولو لپاره د ضرب الاجل ټاکل بې اهميته وبلل او ويې ويل، چې لومړى بايد د افغانستان شرطونه تضمين شي.

امريکايي چارواکو غوښتي، چې د اکتوبر تر مياشتې د تړون سند لاسليک شي.

کرزي يو ځل بيا څرګنده کړه، چې امريکا په افغانستان کې نهه اډې غواړي، خو تر اوسه په دې موضوع بحث نه دى شوى.

د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ دامنيتي سند په اړه خبرې، تېر کال پيل، خو وروسته په قطر کې د طالبانو ددفتر له پرانېستو سره د افغان حکومت له خوا وځنډول شوې .

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل په يوه ډول دامريکا له لوري وګڼل او په غبرګون کې يې له دغه هېواد سره دامنيتي تړون په سر خبرې وځنډولې .

  که څه هم افغان حکومت دطالبانو اسلامي امارت پر لوحه او بيرغ نيوکه درلوده او دغه دواړه يوه ورځ وروسته بېرته لرې او دفتر وتړل شو، خو له دې سره دکابل او واشنګټن دامنيتي تړون په اړه خبرې په رسمي ډول له سره نه دي پيل شوي .

ولسمشر کرزي په دغې خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې دې برخه واخلي .

 هغه يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې له هېڅ کوم مشخص کانديد څخه ملاتړ نه کوي .

حامد کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر هغه پيغام رد کړ، چې ويلي يې و ولسمشر د امريکا له لوري ټاکل کېږي او خلک بايد په ټاکنو کې ګډون ونکړي.

کرزي له زياتو جزيياتو ورکولو پرته وويل، چې سپينې ماڼۍ د ١٣٨٨ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر په ټاکلو کې هڅه وکړه، خو بريالۍ نه شوه او زياته يې کړه: ” د افغانستان خلک وو، چې خپل ولسمشر يې وټاکه.”

هغه يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

کرزي همدارنګه هيله څرګنده کړه، چې پاکستان ته به يې سفر ښې پايلې له ځان سره ولري .

ټاکل شوې، چې ولسمشر کرزى راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

دافغان حکومت سرچينې وايي، چې د ولسمشر کرزي ددغه سفر لپاره مشخصه او جدي اجنډا جوړه شوې ده .

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.