ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکيم شجاعي بايد اعدام شي”

“حکيم شجاعي بايد اعدام شي”

author avatar
26 Aug 2013 - 13:45
“حکيم شجاعي بايد اعدام شي”
author avatar
26 Aug 2013 - 13:45

کابل (پژواک ٤ وږى ٩٢): د اروزګان ولايت ځينې خلکو او د مدني ټولنې غړو په کابل ښار کې د يوې اعتراضيه  غونډې په ترڅ کې د شجاعي او د هغه د ملګرو د نيولو او د علني محکمې غوښته وکړه.

 د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې غير قانوني وسله وال قوماندان حکيم شجاعي او کسان يې عام خلک شکنجه کوي او وژني يې

دغه معترضين ، چې شمېر يې لسګونه تنه وو، نن غرمه په زرنګار پارک کې راغونډ شول او د شجاعي د ظلمونو د غندلو ترڅنګ يې د هغه د اعدام غوښتنه وکړه.

د خاص اروزګان قومي مخور او په مشرانو جرګه کې د دغه ولايت پخواني سناتور محمدحنيف حنيفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شجاعي له تېرو څلورو کلونو راهيسې د عامو خلکو، ښځو او ماشومانو په ځورولو او وژلو کې ښکېل دى.

هغه ادعا وکړه: ((شجاعي تر اوسه پورې له ١٠١ تنو زيات ځايي استوګن وژلي، خو ظلم يې لاهم روان دى، زموږ غوښتنه دا ده، چې بايد اعدام شي.((

عبدالمالک هم يو له دغو ګډنوالو و، چې د شجاعي له لاسه خوړلي ټپونه يې خلکو ته وښودل او ويې ويل، چې دغه ناقانونه قوماندان له کوره را ووېست او له څه خبرې پرته يې  په ډېر سخت ډول وډباوه.

دغه اوسېدونکي زياته کړه، شجاعي له طالبانو سره د جنګ په نامه خلک وژني او کورونه يې ور سوځوي او د لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري يې ملاتړ کېږي.

معترضينو ځينو تصويرونه او ويډيوګانې رسنيو ته وښودې، چې د وهلو ډبولو، د خلکو د وژنې او کورونو سوځونې پېښې په کې وې.

دوى له مدني ټولنو او حکومت څخه وغوښتل، چې غږ يې واوري او د دغه قوماندان پر وړاندې اقدام وکړي او له دې پرته به دوى هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د دوى په وينا، څو ځلې يې ولسمشر ته هم مراجعه کړې، خو نه ورسره هغه وليدل او نه هم ستونزه حل شوه.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت وويل، د هغو کسانو په اړه يې څېړنې پيل کړي، چې د شجاعي له لوري شکنجه شوي او د هغه د نيولو امر يې صادر کړى دى .

 د دغه وزارت وياند غلام صديق صديقي وويل، چې پخوا هم له شجاعي نه عامو خلکو شکايتونه کړي وو، دى يو سيمه ييز ناقانونه وسله وال قوماندان دى او له پوليسو سره هېڅ اړيکه نه لري.

هغه زياته کړه: ((د شجاعي په اړه مو د خلکو شکايتونه ترلاسه کړي او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.))

نوموړي زياته کړه، چې ټولو ځواکونو په ځانګړي ډول پوليسو ته امر شوى، چې د ياد غيرمسوول وسله وال تن د نيولو په اړه اقدام وکړي.

 د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان جنرال علي شاه احمدزي هم دا رد کړه، چې ګنې شجاعي د پوليسو په ليکو کې دنده لري او پژواک ته يې وويل:” : ((شجاعي يو ظالم، قاتل او جنايتکار دى، زموږ له خوا يو ځل ونيول شو، د کورنيو چارو وزارت جنايي رياست ته مو وسپاره، خو نه پوهېږم، چې ولې بېرته خوشې شو؟))

په ورته وخت کې د هېواد د مدني ټولنې ځينو بنسټونو په نننۍ غونډه کې ادعا کوله، چې د حکيم شجاعي په مشرۍ ځينې غير مسوول کسان له څو کلونو راهيسې، چې له ځان سره د لوړ پوړو دولتي چارواکو ملاتړ هم لري، پر بېګناه وګړو ظلم او زياتى کوي.

دغو بنسټونو د اروزګان ولايت وروستۍ پېښه د يوې اعلاميې په صادرولو سره په کلکه وغندله او له ولسمشر، ملي شورا، عدلي او قضايي بنسټونو، له کورنيو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل، چې امنيتي چارواکي بايد د اروزګان وروستي جنايات وڅېړي او په اړوند يې حکيم شجاعي هم ونيسي، څو په يوه علني او رڼه محکمه کې محاکمه شي.

دغه راز د مدني ټولنې بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د شجاعي په مشرۍ دې ټول وسله وال کسان بې وسلې او دغه سيمه دې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

په اعتراض پاڼه کې له حکومته غوښتل شوي، چې زيانمنو کورنيو ته د زيان جبران ورکړي او هغه دولتي چارواکي، چې په ياده پېښه کې يې لاس درلود او له جنايتکارانو يې ملاتړ کړى او يا يې هم په خپله دنده کې وظيفوي عفلت کړى، ژر له خپلو دندو ګوښه او ورته سزا ورکړي.

دغو بنسټونو په ياده پېښه کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون پر چوپتيا هم نيوکه وکړه او وايي، چې د بشر حقونو کمېسيون څخه، چې پخوا يې هم په دا ډول مسايلو کې غفلت کړى پوښتنه  وشي او د ياد کمېسيون په جوړښت کې بايد بدلونونه راشي.

همدارنګه  يادو مدني بنسټونو ګواښ وکړ، چې که د اروزګان د پېښې عاملين او چارواکي ونه نيول شي او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.