ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د تګاب په پېښه کې اته بريدګر وژل شوي”

“د تګاب په پېښه کې اته بريدګر وژل شوي”

author avatar
26 Aug 2013 - 07:17
“د تګاب په پېښه کې اته بريدګر وژل شوي”
author avatar
26 Aug 2013 - 07:17

دويم تعقيب: محمودراقي-چاريکار (پژواک ۴ وږی ٩٢): د کاپيسا والي وايي، چې د تګاب ولسوالۍ په ډله ييز بريد کې اته بريدګر او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي دي.

دغه ډله ييز بريد نن (د وږي ۴مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د تګاب ولسوالۍ د جالوخېلو په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې شوى و.

د تګاب ولسوال معلم قدوس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د موټربم په وسيله په سيمه کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده.

د ولسوال په وينا، تر دغه بريد او چاودنې وروسته په سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پيل شوه، چې څو ساعته يې دوام درلود.

دى وايي، چې په چاودنه او جګړه کې دوه عام وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي پژواک اژانس ته وويل، د بريد کوونکو شمېر تر لسو زيات وو.

هغه زياته کړه، چې له هغوى سره د نښتې په پايله کې اته بريدګر او يو د اردو سرتېرى وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه د اردو سرتېري او درې سيمه ييز پوليس  ټپيان شوي، خو د ملکي تلفاتو خبره يې رد کړه.

خو د کاپيسا د ولايتي شورا رييس محمدحسين سنجني پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي، دوه د اردو سرتېري او يو پوليس وژل شوي او درې نور سرتېري ټپيان دي.

سنجني دغه راز په دې پېښه کې د ٩ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر هم ورکړ.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل همايون رشيدي پژواک اژانس ته وويل، چې جګړه د سهار نهه بجې پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه، چې د جګړې په سيمه کې د څلورو بريد کوونکو جسدونه له مخابرو او وسلو سره پاتې دي.

رشيدي وويل، چې په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د شاه اغا په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره زورور وه او تر څو کيلومترۍ پورې يې غږ واورېدل شو.

دی وايي، چې په سيمه کې سخته جګړه پيل شوې او خلک په کورونو کې بند پاتې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن سهار يې په تګاب ولسوالۍ کې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو د يوه موټربم په وسيله ځانمرګى بريد کړى دى.

د هغه په وينا، تر بريد وروسته په سيمه کې سخته جګړه هم پيل شوې، چې له امله يې ګڼ شمېر کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.