ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د نوم ليکنې د نورو مرکزونو جوړولو ته امکانات نه لرو

نور: د نوم ليکنې د نورو مرکزونو جوړولو ته امکانات نه لرو

author avatar
26 Aug 2013 - 13:38
نور: د نوم ليکنې د نورو مرکزونو جوړولو ته امکانات نه لرو
author avatar
26 Aug 2013 - 13:38

کابل (پژواک ٤ وږى ٩٢): يو شمېر خلک غواړي، چې ټاکنو ته د نوم ليکنې د مرکزونو شمېر دې ډېر شي، خو د ټاکنو کمېسيون بيا وايي، چې د دغو مرکزونو د ډېرولو امکانات نه لري.

د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د نوم ليکنې لومړى پړاو د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٥ مه د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې او دويم پړاو يې د زمري په ٥مه د ولسواليو په کچه پيل شوى او ټاکل شوې د رايې اچونې د شرايطو وړ څلور ميليونه تنو ته کارتونه ورکړل شي.

د ټاکنو کمېسيون په دغه پړاو کې ٤٤٠ مرکزونه، چې ښځو او نارينه وو ته بېل بېل ٤٤٠ محلونه لري، په نظر کې نيول شوي دي.

خو يو شمېر هېوادوال وايي، چې د نوم ليکنې مرکزونه ور څخه لرې دي او دوى نه شي کولاى، چې د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي.

د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د چنار کلي اوسېدونکى حاجي ځاځى وايي، چې د رايې ورکونې مرکز له دوى څخه شاوخوا ٣٠ کيلومتره واټن لري.

هغه زياته کړه: ((مرکز ډېر لرې دى، ښځې خو څه کوې، چې سړي هم ورته نه شي رسېداى.))

ده د ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د رايې ورکونې د کارت د مرکزونو شمېر ډېر کړي، تر څو خلک کارتونه ترلاسه کړي.

د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي محمد صالح صفار وايي، چې د رايې ورکونې د کارت مرکز له دوى څخه نږدې ٨٠ کيلومتره واټن لري.

د هغه په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد له خپلې ژمنې سره سم د نوم ليکنې ګرځنده مرکزونه جوړ کړي، څو ټول خلک کارت واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ اماده يو، چې د ټاکنو کمېسيون ته رضاکاران ورکړو، څو خلکو ته کارتونه و وېشي او د طالبانو ضمه واري يې هم موږ پر غاړه اخلو او ګرمسېر کې امنيت هم ماشاالله ښه دى.))

د صفار په وينا، چې د ګرمسېر ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په تېرو ټاکنو کې هم په دې نه وو توانېدلي، چې د رايې ورکونې کارت ترلاسه کړي ، ځکه هغه مهال دغه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې وه.

همداراز د باميانو ولايت د ورث ولسوالۍ د شېوقل کلي اوسېدونکى علي مدد وايي، چې د رايې ورکونې د کارت مرکز له دوى څخه اتيا کيلومتره واټن لري.

هغه زياته کړه: ((ښځه او لور مې د رايې ورکونې کارت نه لري او خپله هم بزګر يم او که وغواړم، چې د ښځې او لور لپاره مې کارت واخلم ، نوبايد دوه ورځې خپل کار پرېږدم او دوه زره افغانۍ کرايه ورکړم ، تر څو د رايې ورکونې مرکز ته ورسېږم.))

د علي مدد په وينا، که په سيمه کې خلکو ته کارتونه ووېشل شي، نو خلک له ټاکنو سره ډېره مينه لري او د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کوي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د پلان له مخې په هرې ولسوالۍ او د هر ولايت په مرکز کې د رايې ورکونې د کارت مرکزونه پرانيستل شوي دي.

نور وايي، چې د رايې ورکونې د کارت د وېشلو لپاره شاوخوا اته مياشتې وخت شته او دغه هېوادوال، چې هر مهال وغواړي په دې موده کې کولاى شي، چې د رايې ورکونې کارت ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((په ٧ او يا ٨ مياشتو کې دغه خلک که د کوم کار لپاره ولسوالۍ او يا هم ولايت ته ولاړ شي کولاى شي، چې کارت ترلاسه کړي، ولې موږ دا امکان نه لرو، چې مرکزونه ډېر کړو.))

د نور په وينا، که د ټاکنو کمېسيون د يوې سيمې د خلکو لپاره د رايې ورکونې د کارتونو مرکزونه ډېر کړي ، نو په ټول هېواد کې بايد دغه کار وکړي، چې دا له امکانه لرې خبره ده.

هغه زياته کړه: ((يواځې موږ د هغو خلکو لپاره، چې د نا امنۍ له امله کارت نه شي اخيستلى، سيار ټيمونه لرو او هغه هم هغه مهال، چې ټاکنو ته دوه اونۍ پاتې شي.))

نور دا هم وويل، چې په نهو ولسواليو کې د ناامنۍ له امله د رايې ورکونې مرکزونه نه دې پرانيستل شوي.

د ټاکنو کمېسيون د وياند په وينا، د درېيو ولايتونو په څلورو ولسواليو کې د دولت حاکميت نشته او د نوم ليکنې د مرکز پرانيستل په کې له امکانه وتلې خبره ده.

ده زياته کړه: ((دغه ولسوالۍ د زابل کاکړ، د هلمند دېشو او باغران د غزني ناوه ولسوالۍ دي.))

هغه وويل، چې د پکتيکا ګيان، د نورستان کامدېش د کاپيسا اله ساى، د غزني زنخان او خوګياڼي او د کونړ چپه دره ولسواليو ته هم د امنيتي ګواښونو له امله د نوم ليکنې اړين توکي نه دي استول شوي او د ټاکنو کمېسيون نه دى توانېدلى، چې د نوم ليکنې لپاره په دې ولسواليو کې کسان پر دندو وګوماري او يا يې له نورو سيمو هلته ولېږي.

دى وايي، چې د دغو ولسواليو د امنيت پر ټينګښت هم د کمېسيون او امنيتي ارګانونو تر منځ خبرې روانې دي.

سرچينه وايي، چې د ټاکنو کمېسيون اوس هم په ځينيو ولسواليو کې د دغه کمېسيون د ښځينه کار کوونکو له کمښت سره مخ دى.

نور دا هم وويل، چې تر اوسه د شاوخوا ٤سوه مرکزونو له لارې د١٢٠زرو ښځو په ګډون ٥٠٦ زره تنو په ټول هېواد کې د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کړي دي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايې ورکولو کارتونه يې په پنځو کټګوريو وېشلي دي .

هغه څوک چې ١٧ کلن دي او د ټاکنو تر وخته به ١٨ کلن کېږي، نوي راستانه شوي کډوال، هغه چې عمر يې ١٨ کاله شوى يا لوړ شوى او په تېرو ټاکنو کې يې نوم نه دى ليکلى.

 همدارنګه هغه کسان چې کارت يې ورک کړى او يا ترې زيانمن شوى وي او د کارونې وړ نه وي، يا يې هم ټاکنيزه حوزه بدله شوې وي، نو د رايې ورکولو نوى کارت ورکول کېږي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه په يوه وخت کې ترسره کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.