ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى اسلام اباد ته ورسېد

ولسمشر کرزى اسلام اباد ته ورسېد

author avatar
26 Aug 2013 - 08:46
ولسمشر کرزى اسلام اباد ته ورسېد
author avatar
26 Aug 2013 - 08:46

 کابل ، اسلام اباد ( پژواک ٤ وږى ٩٢ ) : ولسمشر حامدکرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار اسلام اباد ته ورسېد.

په هوايي ډګر کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د ولسمشر هرکلى وکړ.

په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ولسمشر حامد کرزى له رسېدو سره سم د لومړي وزير ميا نواز شريف دفتر ته ځي، له هغه سره به دوه په دوه خبرې وکړي او وروسته به ددواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ رسمي خبرې وشي.

د هغه په وينا، ولسمشر حامد کرزى به په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي، چې په ١٦ جريبه ځمکه کې جوړېږي.

شمس وويل، چې تر غرمې وروسته به ولسمشر او ورسره پلاوى به يې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري او مازيګر به بېرته د کابل پر لور  روان شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ددې سفر په پاى کې به ګډه اعلاميه هم خپره شي.

بلخوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به اسلام اباد ته په خپل دغه يو ورځني رسمي سفرکې د پاکستان له لومړي وزير ميا نواز شريف اود دغه هېواد له ولسمشر سره په جلا جلا ډول وګوري ، د ترهګرۍ او افراطيت پرخلاف د جدي مبارزې، د سولې د بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب به ورسره خبرې   وکړي.

ولسمشر حامد کرزي ته ددې سفر بلنه د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف ورکړې وه، خو ولسمشر ويلي و ، چې سفر به هغه مهال وکړي، چې مثبتې پايلې ولري.

د دې سفر پر اېجنډا د خبرو اترو او ولسمشر ته د رسمي بلنې ورکولو په موخه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز څه موده مخکې کابل ته سفر کړى و.

له ولسمشر حامدکرزي سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو  وزير ډاکټر زلمى رسول، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي، د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، ددې شورا ددارالانشاء مشر معصوم ستانکزى،د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي، د ولسمشر د دفتر رييس کريم خرم  او د ولسمشر وياند اېمل فيضي هم ملتيا کوي.

د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون اسلام اباد ته رسيدلى او ددې سفر پر ايجنډا يې له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.