لښکرګاه (پژواک ٦ وږى ٩٢): چاراکي وايي، چې د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې ٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د بهرنيو ځواکونو په کتار شوى دى.
ځواک زياتوي، بهرنيو ځواکونو ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه لري، خو د ځاني زيان تر څنګ په سيمه کې څلور شخصي موټر او يوه رېکشا هم ويجاړه شوي دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون ته د يوه ماشوم په ګډونه درې مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې اوه ماشومان او يو د ملي امنيت مامور دى.
بريد امنيه قوماندانۍ او ښاروالۍ ته نږدې د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوى دى.
د سيمې يو اوسېدونکى جان اغا وايي، چې په بريد کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو دى وايي، په پېښه کې يو بهرنى عسکر ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن