کابل (پژواک ٦ وږى ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو د “ښځو د سياسي مشارکت او په هېواد کې د خبرو د فرصتونو د ډېروالي” پروژې د پيل پر مهال، امنيتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښ وباله.
د يادې پروژې له لارې، چې نن يې پيل اعلان شو، د ټاکنو ښځينه کانديدانو ته د نوماندۍ په اړه اړين معلومات ورکول کېږي.
نن په دې اړه په جوړه شوې خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني وويل، چې که څه هم د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په اړه امنيتي ارګانونو ډاډ ورکړى، خو بيا هم امنيتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښ دى.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمېسيون د څه مودې مخکې څرګندونو له مخې، امنيتي ارګانونو د هېواد په کچه د رايې ورکولو له نږدې ٧٠٠٠ مرکزونو څخه د ٢٥٩ مرکزونو د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ نه دى ورکړى.
د نورستاني په اند په هېواد کې سوله، ثبات او امنيت تر ډېره په ملت پورې تړاو لري او په هره برخه کې د پرمختګ لپاره د خلکو همکاري اړينه ده.
هغه د افغانستان له خلکو په تېره بيا له ښځو وغوښتل، چې د ټاکنو په پروسه کې ونډه واخلي او خپل راتلونکي سياسي مشران وټاکي.
نورستاني دا هم وويل، چې کمېسيون د ټاکنو په پروسه کې د ښځو له ګډون کلک ملاتړ کوي او له امنيتي ځواکونو يې غوښتي، چې د ښځو لپاره د امنيت ټينګښت ته ډېره پاملرنه وکړي.
په ياده غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضيالحق امرخېل هم په ټاکنو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه وبلله او ويې ويل، دغه کمېسيون په ښه توګه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هڅې کوي.
هغه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د بوديجي، وړتياوو او په نورو برخو کې ستونزه نه لري، خو امنيت او د ټاکنو په اړه د خلکو کمه پوهه د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښونه دي.
امرخېل دا هم وويل، چې د ټاکنو له پروسې سره بايد خلک، سياسي ګوندونه او مدني ټولنې پوره همکاري وکړي تر څو ټاکنې په برياليتوب ترسره شي.
امرخېل زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي لپاره ځيني پروګرامونه پيل کړي، خو کافي نه دي.
ده “د ښځو د سياسي مشارکت او په هېواد کې د خبرو د فرصتونو د ډېروالي” پروژه مهمه وبلله او ويې ويل، چې دغه پروګرام د عامه پوهاوي په برخه کې هم مهم دى.
دى وايي، چې دغه پروژه په افغانستان کې د برېتانيا سفارت او د “اېشيا فونډېشن” په مرسته او د ټاکنو کمېسيون په همکارۍ پلې کېږي.
په افغانستان کې د اېشا فونډېشن مشر مارک کريزر ( Mark Kryzer ) وويل، چې د دې پروژې له لارې به د ولسمشرۍ، ولايتي شوراګانو او ملي شورا ټاکنو احتمالي ښځينه کانديدانو ته د ټاکنو په برخه کې د هغوى د وړتياوو لوړولو په برخه کې زده کړې ورکړل شي.
هغه وويل: “موږ ډېر خوشاله يو، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دې برنامې له لارې د ښځو له ونډې ملاتړ او له هغو سره همکاري کوو.”
ده زياته کړه، چې د دې پروژې له مخې به يادو کسانو ته د ټاکنيزو سياليو، رهبرۍ، د پيسو د لاسته راوړلو لارې چارې، له قومي او ديني مشرانو سره د اړيکو ټينګولو او د ټاکنو له پروسې د څارنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
مارک کريزر وويل، چې دغه زده کړې به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ځانګړو ناستو کې ورکړل شي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
د دغو ټاکنو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه د روانې مياشتې په ٢٥مه پيلېږي خو ويل کېږي، چې د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سياف، د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله، د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود، د ولسمشر وررو عبدالقيوم کرزى، له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د کورنيو چارو پخواني وزيران علي احمد جلالي او محمدحنيف اتمر، په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير ډاکټر زلمى خليل زاد، په پاکستان کې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزى، د ولسمشرۍ لپاره احتمالي کانديدان دي.
خو ويل کېږي، چې له ښځو څخه تر اوسه يواځې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي فوزيه کوفي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته احتمالي نومانده ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن