ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده

د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده

author avatar
29 Aug 2013 - 11:04
د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
author avatar
29 Aug 2013 - 11:04

کندهار (پژواک ٧ وږى ٩٢): د کندهار هوايي ډګر مسوولين وايي، چې د دغه ډګر د پرمختيا او عصري کېدو په موخه يې د رغونې ګڼ کارونه پيل کړي، چې ځينې يې بشپړ شوي او ځينې لا هم روان دي.

د کندهار د هوايي ډګر امر احمدالله فيضي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه هوايي ډګر شاوخوا شپېته کاله وړاندې د هماغه وخت پر معيارونو جوړ شوى، چې اوس مهال په کې ګڼو پرمختيايي کارونو ته اړتيا ليدل کېږي.

هغه زياته کړه، پر همدې بنسټ يې په دغه هوايي ډګر کې د رغونې کارونه پيل کړي، چې تر ټولو مهمه يې په عصري بڼه د ترمينل د دروازې جوړول دي.

دى وايي، دغه دروازه، چې د برجونو او درېيو (دخولي، خروجي او کارګو) سړکونو لرونکې ده، په داسې بڼه جوړېږي، چې د ماين او مرمۍ ضد ده.

د هغه په خبره، پر دې پروژه ٤ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د امريکا د متحده ايالتونو له لوري ورکول کېږي، چې اوس مهال يې کار ٤٥ سلنه مخ ته تللى دى.

فيضي وويل، د ترمينل د دروازې له جوړېدو سره به د مسافرو هغه ستونزې ختمې شي، چې مخکې يې د موټرو د تم ځاى او انتظار ځاى په برخو کې لرلې.

هغه په هوايي ډګر کې د کاناډا هېواد د يو ميليون امريکايي ډالرو په مرسته د يوه لوى سکېنر ماشين د نصبولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې مخکنيو شته سکېنرونو يواځې د مسافرو بيګونه او نور واړه توکي سکن کولاى شواى، خو نوى هغه د دې وړتيا لري، چې ان د يوه موټر په اندازه توکي په لنډ وخت کې سکن کړي.

د نوموړي په وينا، پخوا به چې مېوې او نور محصولات بهر ته لېږدول کېدل، نو هر کارتن به يې جلا جلا سکن کېده، خو اوس د دغه ماشين په وسيله ټول موټر په يو ځل سکن کېږي.

هغه په هوايي ډګر کې د مېوو ساتلو لپاره د يوې سړې خونې  د جوړېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې دغه سړه خونه د امريکا د متحدو ايالتونو د ١٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې سوداګر کولاى شي، خپلې مېوې بهر ته د لېږلو پر مهال دلته وساتي او له خرابېدو يې وژغوري.

فيضي وويل، چې د نورو کارونو تر څنګ د کندهار هوايي ډګر د الوتکو د پارک يا تم ځاى، د برېښنا او   تشنابونو د سيسټم ترميم ته هم اړتيا ده، چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به ورباندې کار پيل شي.

دى وايي، پر دې پروژه هم څلور ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا ورکول کېږي.

هغه دغه راز وويل، چې د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت له خوا د ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه خروجي ترمينل د جوړېدو کار به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي، چې د ډيزاين چارې يې بشپړې شوې دي.

فيضي د هوايي ډګر په رغونه کې د ملي سوداګرو مرسته هم د پام وړ وګڼله او ويې ويل، بېلابېلو سوداګرو د هوايي ډګر د ځينو ودانيو د رنګولو، د دروازو جوړولو او او په نورو برخو کې د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

خو نوموړي وويل، چې له دې ټولو پرمختيايي کارونو سره سره بيا هم په کندهار کې يوه نوي نړيوال ترمينل ته اړتيا ده، ځکه اوسنى ترمينل شپېته کاله پخوا د هماغه مهال پر معيارونو جوړ شوى دى.

دى وايي، اوسنى ترمينل اېرکنډېشن سيسټم، د بګاژونو د لېږد لپاره د پټې او عصري وسايطو سيسټم نه لري.

د نوموړي په وينا، د نوي ترمينل پر جوړېدو ٦٥ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې په دې اړه له جاپان هېواد سره خبرې روانې دي.

فيضي د هوايي ډګر د پرمختګونو تر څنګ د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې هوايي ډګر ته څېرمه موجودو نظامي تاسيساتو د دغه هوايي ډګر نړيوال کېدل تر سوال لاندې راوستي.

د ده په خبره، کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣ زره جريبه ځمکه لري، چې يوه اندازه يې ايساف ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې بيا د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړې شوې دي.

دى وايي، دغلته د ځايونو ډېر قراردادونه د ملي دفاع وزارت ورکوي، په داسې حال کې د هوايي ډګر ځمکه د هوانوردۍ وزارت اړوند ده او دا کار بايد هغوى کولاى.

هغه وويل، دغه چارې د کندهار هوايي ډګر ماسټرپلان له خنډ سره مخ کړى دى.

فيضي د کندهار هوايي ډګر د پروازونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې تر پخوا هم په کورنيو او بهرنيو الوتنو کې زياتوالى راغلى دى.

ده وويل، هره ورځ له کندهار څخه کابل ته له ٢ تر ٣ پروازونه کېږي، دغه راز په اونۍ کې تر ٧ پورې پروازونه ايران، هند، دوبۍ او نورو هېوادونو ته کېږي.

خو هغه زياته کړه، چې د کندهار هوايي ډګر ډېره برخه نظامي پراوزونو ته ځانګړې شوې او يواځې يوه کوچنۍ برخه يې ملکي پروازونه جوړوي.

هغه په ټوليزه توګه په هرو ٢٤ ساعتونو کې له دغه هوايي ډګر څخه د کورنيو او بهرنيو ملکي او نظامي پروازونو شمېر په اټکلي توګه تر ٥٠٠ زيات وګاڼه.

فيضي د نړيوالو پروازونو په برخه کې د يوه بل پرمختګ خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې د ډي ايچ ايل په نوم د يوه نړيوال هوايي شرکت سره خبرې روانې دي، چې کندهار ته پروازونه پيل کړي.

دى وايي، د دغه شرکت د پروازونو له پيل کېدو سره به سوداګر وکولاى شي خپل سامان الات د نړۍ له هرې برخې څخه له ٣ تر ٥ ورځو پورې کندهار ته راوړي.

هغه دغه راز وويل، چې اوسمهال کورني شرکتو نه د دې وړتيا لري، چې مېوې او نور محصولات ايران، هند او دوبۍ ته ورسوي، خو سوداګر کولاى شي د ډي ايچ ايل شرکت په مرسته خپل مېوې او محصولات د نړۍ نورو برخو ته هم ورسوي، چې دا يو لوى پرمختګ دى.

فيضي د کندهار هوايي ډګر د سږني عوايدو په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې تېر کال يې ١ ميليون ٤٤٥ زره او ٢٧٨ امريکايي ډالر عوايد تر لاسه کړي وو.

هغه په دغه کال کې له کندهار هوايي ډګر څخه د شويو الوتنو شمېر ٣٢١٨ وښود، چې ٧٢ زره او ٦٢٤ تنه مسافر يې وړي او راوړي دي.

د يادونې ده، د کندهار هوايي ډګر د سيمې په کچه له نړيوالو ډګرونو څخه دى، چې تېرو دريو لسيزو جګړو ورته زيات زيانونه اړولى و، چې چارواکي يې وخت پر وخت د بيرته رغولو د چارو د تر سره کولو خبر ورکوي.

دغه هوايي ډګر په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى دى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازېنى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.