ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې وسله والو د يوې پوستې دوه پوليس وژلي

فارياب کې وسله والو د يوې پوستې دوه پوليس وژلي

author avatar
29 Aug 2013 - 11:24
فارياب کې وسله والو د يوې پوستې دوه پوليس وژلي
author avatar
29 Aug 2013 - 11:24

ميمنه (پژواک ٧ وږى ٩٢): د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې د يوې پوستې دوه پوليس وژل شوي او يو يې له مخالفينو سره يو ځاى شوى دى.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه  د دې ولسوالۍ په “چشمه قزلسو” سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، کېداى شي د لويې لارې د ساتنې د يادې پوستې هغه پوليس به، چې له طالبانو سره يو ځاى شوى، مخکې له طالبانو سره اړيکې لرلې.

خو دى وايي، له دې امله چې په پوسته کې د بريد پر مهال يواځې درې پوليس وو، اړوند امنيتي چارواکي ګرم بولي ا و وايي، چې په دې ډول پوستو کې بايد ډېر امنيتي کسان شتون ولري.

د سيمې يو قومي مشر احمدفرهاد هم د دوو پوليسو وژل کېدل او له طالبانو سره د يوه يو ځاى کېدل تاييدوي او وايي چې  بريد کوونکو له پوستې څخه درې کلاشينکوفونه، يو نارنجک غورځوونکى او يوه پيکا هم له ځان سره وړي دي.

وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې تېره ورځ د قيصار په ولسوالۍ کې په جلا بريدونو کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.