کابل (پژواک ٧ وږى ٩٢): له ١٥سياسي حرکتونو جوړ ” ټاکنيز اتحاد” د خپل شتون له اعلان سره جوخت وويل، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدپه اړه ګډ تصميم نيسي.
د جمعيت اسلامي ګوند د سياسي کمېټې مشر عبدالستار مراد په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې په دغه ټاکنيز اتحاد کې د جنرال دوستم په مشرۍ ملي جنبش ګوند، د احمدضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهه، د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ملي اېتلاف، د امرالله صالح په مشرۍ د “روند سبز” په نوم خوځښت، د محمدمحقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو وحدت ګوند، د سيدعلي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار ګوند، د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي ګوند، د محمديونس قانوني په مشرۍ د افغانستان نوين ګوند، د قربان علي عرفاني په مشرۍ د وحدت ملت افغانستان ګوند، د ملا عزت الله په مشرۍ د افغانستان د عربو قوم ګوند، د عدالت او پراختيا ګوند، د افغانستان د قومونو ګوند، د نورالحق علومي په مشرۍ د افغانستان متحد ګوند او د افغانستان د ترکمنو ټولنيز بنسټ، شامل دي.
د يادو ګوندونو او سياسي خوځښتونو مشرانو نن په کابل کې د ياد اتحاد د جوړښت هوکړه ليک لاسليک کړ.
په دغه هوکړه ليک کې چې ستار مراد له خوا ولوستل شو راغلي، چې دغه اتحاد د خلکو د ارمان د تحقق او يووالي په موخه جوړ شوى دى.
ده وويل: “د افغانستان ټاکنيز اتحاد واحد ټکټ او ګډ انتخاباتي ټېم تعيين او معرفي کوي.”
دی وايي، چې د افغانستان د ټاکنيز اتحاد د جمهوري رياست کانديد او مرستيالان يې بايد د افغانستان له اساسي قانون سره سم اوصاف ولري.
ده د ياد هوکړه ليک له مخې زياته کړه، چې دغه اتحاد د ټولنيزو ستونزو د حل او سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د يو ملي پروګرام له مخې، په سياسي جوړښت کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستو، د قومونو عادلانه مشارکت او د واک متوازن وېش لپاره کار کوي.
ستار مراد وايي، چې د ولسمشرۍ د کانديد او د هغه د مرستيالانو په اړه به د ياد اتحاد عالي مشورتي شورا چې په اتحاد کې د شاملو ګوندونو او سياسي خوځښتونو له استازو جوړه ده، پرېکړه کوي.
دى وايي، ټاکنيز اتحاد د خپلو سياسي ستنو د پياوړې کولو په موخه له نورو سياسي حرکتونو او شخصيتونو سره هم همغږي کوي.
د بلخ والي عطامحمد نور، چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، له غونډې بهر يې خبريالانو ته وويل، چې دغه ټاکنيز اتحاد به هغه کس د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديدوي، چې د افغانستان ټولو قومونو ته د منلو وړ وي او د افغانستان د تېرو لسو کلونو لاسته راوړني وساتي.
هغه زياته کړه: ((په راتلونکو اونيو کې به موږ او تاسو د اتحاد له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د يو کانديد د اعلان شاهدان و اوسو.))
د ملي اېتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم وويل، چې په مشخص وخت کې به د افغانستان ټاکنيز اتحاد خپل کانديد ولسمشريزو ټاکنو ته معرفي کړي.
هغه وويل: ((زه مشخص نه غواړم، چې د شخصيتونو په اړه خبرى وکړم، د دې اتحاد اساسي موخه هم دا ده، چې دغه اتحاد پراختيا پيدا کړي او مطرح سياسي شخصيتونه ورسره يوځاى شي.))
د يادولو ده، چې د دغو ګوندونو مشرانو په دې وروستيو کې يوه ناسته د محمدمحقق او بله هم د جنرال دوستم په کور کې کړې وه.
په دې دوو غونډو کې د کورنيو چارو پخوانيو وزيرانو علي احمد جلالي او محمدحنيف اتمر، د ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزي او په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليل زاد هم برخه لرله، خو په نننۍ غونډه کې يې شتون نه درلود.
عطامحمد نور په دې اړه چې په تېرو ناستو کې د يادو کسانود ګډون په اړه وويل، چې له دوى سره يې خبرې نږدې شوې او په راتلونکو وختونو به له هغوى سره يوې پريکړي ته ورسېږي.
په کابل کې د زلمي خليل زاد دفتر وايي، چې خليلزاد مخکنيو ناستو ته د اعتماد جوړونې او د افغانانو تر منځ د ملي وحدت د ټينګښت په موخه ورغلى و او په دې موخه خبرې اوس هم د بېلابېلو اړخونو تر منځ دوام لري؛ خو خليل زاد د ياد ټاکنيز اتحاد غړى نه دى.
د سرچينې په باور، د دې لپاره چې په افغانستان کې تېرې ترخې تجربې بيا تکرار نه شي، د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ يووالى اړين دى.
د راتلونکو ټاکنو لپاره د اېتلافونو جوړولو په موخه د نورو سياسي ګوندونو تر منځ هم ناستې او خبرې روانې دي او ځيني سره سلا شوي هم دي.
د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي او د ولسمشر د دويم مرستيال په مشرۍ د وحدت ګوند هم څه موده مخکې اعلان کړى، چې راتلونکو ټاکنو ته يو کانديد وړاندې کوي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن