اسلام اباد ( پژواک ۸ وږی ۹۲ ) : د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې په یوه بل هیواد کې د طالبانو ددفتر د پرانستلو او د خبرو د پیلیدو لپاره هڅې روانې دي.
د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز دغه څرګندونې د وږي په ۸مه، ملي شورا ( قامي اسامبلۍ) ته د وینا پر مهال کړې دي.
هغه د ملي شورا غړو ته اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ددې سفر پر مهال ګټورې خبرې شوې دي.
د عزیز په وینا، لومړي وزیر میا نوازشریف افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
نوموړي د طالبانو دقطر ددفتر په اړه وویل چې په کوم بل هیواد کې ددغه دفتر او طالبانو سره د خبرو اترو پیلیدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
دیادونې وړ ده چې د قطر دفتر وروسته د امریکا ،. ا فغانستان او طالبانو ترمنځ تر اختلافاتو رامنځته کیدو تړل شوی دی.
دافغانستان حکومت پخوا وړاندیز کړی چې دا دفتر دې په سعودي عربستان او ترکیه کې پرانستل شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ملي شورا ته د وینا پر مهال ویره څرګنده کړه، چې که له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دغلته کورنۍ جګړه پیل شوه، نو پاکستان ته به د کډوالو یو نوی بهیر پیل شي.
نوموړي وویل چې دافغانستان په حالاتو کې په تیزۍ سره بدلون راروان دی، نړیوالو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د ټولټاکنو له لارې نوی حکومت رامنځته کیږي او افغان ملي ځواکونه د ټول هیواد امنیت په غاړه اخلي.
سرتاج عزيز زياته کړې، که چیرې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له ویرې نور کډوال راغلل، نو د پاکستان امنیت به هم ورسره خراب شي.
نوموړی د ولسمشر کرزي د سفر په اړه وویل چې هغه سره په اقتصادي برخه کې ډیرې خبرې شوې، د اورګاډي لیکې جوړول، د تورخم جلال اباد سړک بشپړول او پر کونړ سیند د ګډ بریښنا بند جوړول یې یاد کړل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن