ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د طالبانو مشهور قوماندان  له خپلو اتو وسله والو سره ووژل شو

په هرات کې د طالبانو مشهور قوماندان له خپلو اتو وسله والو سره ووژل شو

author avatar
30 Aug 2013 - 12:16
په هرات کې د طالبانو مشهور قوماندان  له خپلو اتو وسله والو سره ووژل شو
author avatar
30 Aug 2013 - 12:16

هرات (پژواک٨وږى٩٢) : د هرات امنيتي مسوولين وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د وسله والو طالبانو تر ټولو مشهور قوماندان له اتو وسله والو ملګرو سره وژلى دى.

په هرات کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو وياند تورن مهدي قادري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په سياوشانو سيمه کې عمليات وکړل.

هغه زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې په هرات  کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان عبدالله اکبري له اتو تنو وسله والو ملګرو سره ووژل شو .

قادري وويل ، چې د اکبري جسد ، چاودېدونکي توکي او پوځي تجهيزات د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د سياوشانو سيمې يو تن اوسېدونکي شېرخان پژواک ته وويل ، چې تېره شپه افغان ځواکونو د هوا او ځمکې لارې په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل .

هغه زياته کړه ، چې د يو شمېر وژل شويو طالبانو جسدونه نن سهار هم په سيمه کې پراته و.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي هم ياد عمليات تاييدکړل او ويې ويل ، چې په دې عملياتو کې عبدالله اکبري هم وژل شوى دى .

وسله والو طالبانو لا تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .

د ګذرې ولسوالۍ د هرات ښار په ٢١ کيلومترۍ کې پرته ده .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.