کابل (پژواک ٩ وږى ٩٢): د ملي امنيت شورا مرستيال رحمت الله نبيل د ملي امنيت د عمومي رياست د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د چارو ادارې د اطلاعاتو رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې رحمت الله نبيل د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١١مې فقرې او د ملي امنيت د چارو د پر مخکې وړو له منلو سره سم او د ولسمشر په منظورۍ د ملي امنيت د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
نبيل د ١٣٨٩ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې د ولسمشر د فرمان له مخې، د ملي امنيت د عمومي رييس په توګه وټاکل شو او د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په پنځمه وتوانېد، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.
خو نوموړى څه وخت وړاندې د ولسمشر د يوه امر له مخې له دندې لرې او د ملي امنيت شورا د دويم مرستيال په توګه پر دنده وګومارل شو.
د ولسمشر له خوا د ده لرې کولو د ولسي جرګې غبرګون له ځان سره درلود.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو هغه مهال ويل، چې ولسمشر د رحمت الله نبيل د لرې کولو تصميم د پاکستان د څارګرې ادارې د فشار له امله نيولى دى.
د نبيل له لرې کولو وروسته اسدالله خالد د ولسمشر کرزي له لوري دغه پست ته ور وپېژندل شو او په دې توانېد، چې له ولسي جرګې د باور رايه واخلي.
خو وروسته له هغه چې اسدالله خالد تېر کال په ليندۍ مياشت کې په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شو، نو د ملي امنيت چارې د دې ادارې د مرستيال له خوا سمبالېدې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن