ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې پنځه ماشومان ووژل

چاودنې پنځه ماشومان ووژل

author avatar
31 Aug 2013 - 10:16
چاودنې پنځه ماشومان ووژل
author avatar
31 Aug 2013 - 10:16

پلخمرى (پژواک ٩ وږى ٩٢): په بغلان ولايت کې پنځه ماشومان د ناچاوده توکو په چاودنه کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

سيمه ييز چارواکي وايي، دا پېښه د دوشي ولسوالۍ په درمبک سيمه کې تېر مازديګر پنځه بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې ماشومانو په نا چاودلې مرمۍ لوبې کولې.

د دوشي ولسوال شمس الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې ټپيان د درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پلخمري روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکتر ګل محمد وردګ وايي، د دوو ماشومانو، چې عمرونه يې د ٧ او ١٢ کلونو تر منځ دي روغتيايي وضعيت نازک دى، خو تر درملنې لاندې او د ښه کېدو په حال کې دي.

د ګجرو قوم اړوند د سيمې اوسېدونکي يارمحمد پژواک ته وويل، چې دغو ماشومانو له ٨ څخه تر ١٤ کلونو پورې عمرونه درلودل او په سيمه کې کې د څارويو په څرولو بوخت وو، چې ياده پېښه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه: ((موږ په بيا بيا ځايي چارواکو ته په دې سيمه د پخوانيو تنظيمي جګړو او طالبانو د وخت د جګړو له پاتې شونو ناچاوده توکو او ماينونو شکايت کړى، خو هېچا ورته پاملرنه نه ده کړې.))

يارمحمد وايي، چې که چېرې د ماين پاکونې ډلې سيمې ته راشي، نو زيات ناچاودي توکي به ترلاسه او له امله به يې خلک له چاودنو او وژنو خوندي وي.

وسله والو کسانو په بغلان ولايت کې د سولې له پروسې سره د يوه ځاى شوي طالب د کورنۍ پنځه غړي وژلي او دوه نور ټپيان دي.

د ويلو ده، چې اته مياشتې وړاندې هم يوې ورته پېښې د دوشي په سنګ سوراخ سيمه کې يو ماشوم وواژه او د بل لاس پرې شو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.