ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې د غنمو حاصلات ډېر شوي

بادغيس کې د غنمو حاصلات ډېر شوي

هرات (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د بادغيس خلک او چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات دوه برابره لوړ شوي دي.

د بادغيس د کرنې او مالدارۍ رييس حفيظ الله بينش پژواک اژانس ته وويل، د سروې له مخې معلومه شوې، چې سږ کال په بادغيس کې د غنمو حاصلات ٩٦ زره متريک ټنه وو، خو تېر کال دغه اندازه ٣٨ زره متريک ټنه ته رسېده.

د نوموړي په وينا، سږ کال په مناسب وخت کې اورښتونه، بزګرو ته د حکومت له خوا د اصلاح شوو تخمونو ورکړه او له زراعتي افتونو د کرندو خونديتوب د دې لامل شول، چې د غنمو حاصلات ډېر شي.

د بينش په خبره، بادغيس کې هر کال پر ۷۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږی، چې ۸۰ سلنه ځمکې يې للمي دي او د اوبيزو ځمکو کچه يې کمه ده.

 د دغه ولايت د مُقر ولسوالۍ يوه کروندګر حاجي ميرعلم پژواک ته وويل، چې ۵۰ منه للمي تخم يې کرلی و او د ښو حاصلاتو په پايله کې هر من تخم لس منه حاصلات ورکړل.

نوموړى زياتوي، په تېرو کلونو کې د غنمو حاصلات دومره نه و لوړ شوي.

 دغه راز د بالامرغاب ولسوالۍ د ميرانزو کلي يوه کروندګر اسمعيل هم د غنمو له حاصلاتو خوښ دى، خو د نرخ له ټيټوالي يې شکايت کوي او له دولت څخه غواړي، چې کرنيزو حاصلاتو ته مارکېټ پيدا کړي.

نوموړى زياتوي، چې اوسمهال يې په سيمه کې يو من غنم ٦٠ افغانۍ بيه لري، خو په ښاري سيمو کې يو من په ١٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د بادغيس خلک شکايت کوي، چې لويې لارې نا امنه دي او ډېر ځله نا مسوول وسله وال په هر څه کې خپله برخه غواړي.

د بادغيس د کرنې رييس هم په لويو لارو کې نا امنۍ او د طالبانو په شمول د نورو غير مسووله کسانو له لوري جبري حوالې، عُشر او زکات ټولول، د کرنيزو حاصلاتو بازار پر زيان بولي.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي هم په ځينو سيمو کې د نا مسووله وسله والو شتون مني، خو وايي چې د لارو د امنيت او وسله والو د بې وسلې کولو عمليات يې پيل کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.