ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې هوايي بريد ١٦ تنه  وژلي

پکتيا کې هوايي بريد ١٦ تنه وژلي

author avatar
1 Sep 2013 - 15:26
پکتيا کې هوايي بريد ١٦ تنه  وژلي
author avatar
1 Sep 2013 - 15:26

ګردېز (پژواک ١٠ وږى ٩٢): چارواکي وايي، د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد ١٦ کسه وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان وايي، په دغه هوايي بريد کې چې پرون مازيګر ترسره شو، ١٦ تنه وژل شوي، چې اته په کې پاکستاني طالبان دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد بريد د موخې او په کې د وژل شوو کسانو په اړه کره معلومات نه لري.

خو د سيمې يو قومي مشر سردارخان ځدراڼ وايي، چې دغه هوايي بريد د علي مدخېلو په سيمه کې شوى دى.

د نوموړي په وينا، په بريد کې ١٦ هغه ځوانان وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې د ځنغوزيو راټولولو لپاره غره ته تللي وو.

هغه زياتوي، چې په دغه هوايي بريد کې يو وسله وال هم نه دى وژل شوى او ټول د سيمې ځوانان دي.

د سردارخان په خبره، چې د پېښې ټپيان يې د درملنې په موخه خوست لېږدولي دي.

په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دوى په دې اړه معلومات نه لري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.