غزني (پژواک ۱۱ وږی ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني او ميدان وردګو په ځينو امنيتي پېښو کې ۹ وسله وال وژل شوي، درې ټپيان او ۹ نور ژوندي نيول شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قل اردو وياند ډګروال احمدجان مخلص د وږي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د غزني د قره باغ ولسوالۍ په موشکي سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال ووژل شول.
نوموړى وايي، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې هم د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
دغه راز مخلص زياتوي، چې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په مسلم کلي کې هم ملي اردو او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړي دي.
د ده په وينا، چې د يادو عملياتو پر مهال هوايي بريد څلور وسله وال وژلي، درې ټپيان دي او ۹ نور ژوندي نيول شوي دي.
هغه وويل، چې په عملياتو کې له وسله والو وسلې او مهمات هم نيول شوي او ملکي خلکو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي وو او مړي يې د غزني ولايتي روغتون ته راوړي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن