ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قدير: شېرزي د استعفى له ژمنې سرغړونه کړې

قدير: شېرزي د استعفى له ژمنې سرغړونه کړې

author avatar
2 Sep 2013 - 15:00
قدير: شېرزي د استعفى له ژمنې سرغړونه کړې
author avatar
2 Sep 2013 - 15:00

جلال اباد (پژواک ١١ وږى ٩٢): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى حاجي ظاهر قدير وايي، چې والي ګل اغا شېرزي له دوى سره د استعفى ژمنه کړې وه او زياتوي، دوى به هېڅکله پر ملي ګټو له چا سره معامله ونه کړي.

د روان لمريز کال د غويي مياشتۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې پورې د حاجي ظاهر قدير په مشرۍ د ننګرهار سلګونو اوسېدونکو پر له پسې پنځه ورځې د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريونونه وکړل.

لاريون کوونکو ښار ته ټولې لارې بندې کړې وې چې له امله يې ښاريان او د ولسواليو اوسېدونکي چې ښار ته تلل راتلل، له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.

لاريون کوونکو چې په کې د ولسي جرګې او ولايتي شورا ځيني غړي هم شامل وو، پر والي تور پورې کاوه، چې د ځمکو په غصب او اداري فساد کې ښکېل دى، له همدې امله د ننګرهار امنيت ورځې تر بلې خرابېږي.

تر لاريونونو لس ورځې وروسته د غويي په ١٥مه په جلال اباد کې د يوې پراخې غوندې په ترڅ کې چې په کې د ملي شورا، د ننګرهار د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه، له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل چې د ننګرهار د والي په اړه ژر تر ژره تصميم ونيسي.

په دې غونډې کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني او غړو يې حاجي حضرت علي، ظاهر قدير، فريدون مومند او د ولايتي شورا ګڼ شمېر غړو برخه اخيستې وه.

د دوى په پرېکړه کې راغلي وو: ((تر څو چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى له ننګرهار نه وي تللى تر هغو به خپله مبارزه جاري ساتي.))

دا دى چې له يادې پرېکړې او لاريونونو درې نيمې مياشتې تېرېږي، خو نه ګل اغا شېرزى لرې شو او نه هم د ننګرهار ولايت ستونزې کمې شوې.

ځينو خلکو ادعا کوله، چې ګواکې حاجي ظاهر له والي ګل اغا شېرزي سره جوړجاړى کړى او له خپلو غوښتنو لاس په سر شوى دى.

خو د ولسي جرګې غړى حاجي ظاهر قدير دغه ادعا په کلکه ردوي او زياتوي چې دوى اوس هم پر خپل دريځ کلک ولاړ دى او هېڅ کله به پر ملي ګټو جوړجاړى ونه کړي.

هغه د وږي په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى څو مياشتې مخکې د قومي مشرانو او مخورو په غوښتنه چې ګواکې ګل اغا شېرزى نور د ننګرهار د خلکو پر زيان دى، د هغه پر ضد لاريونونه وکړل.

هغه زياتوي: ((زه د ننګرهار د ولس استازى يم، د هغوى ستونزې هوارول زما مسووليت دى، او موږ غوښتل چې د لاريونونو له لارې د خلکو غوښتنې تر مرکزه ورسوو.))

حاجي ظاهر وايي، چې وروسته په ملي او ولايتي شوراګانو کې د دغه ولايت استازو په ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې دا ستونزې به له ولسمشر سره شريکوي، دغه راز په جلال اباد کې ژمنه وشوه، چې والي ګل اغا شېرزى به له دوى سره په کابل کې ګوري.

د نوموړي په وينا، شېرزي څو پلاوي د جوړ جاړي لپاره دوى ته لېږلي وو، خو دوى يې وړانديزونه رد کړل، خو حاجي ظاهر دا وړانديزونه په ډاګه نه کړل.

ده زياته کړه: ((موږ يو شمېر وکيلانو په کابل کې له والي ګل اغا شېرزي سره وليدل او هغه راسره ژمنه وکړه، چې استعفى به ورکړي ځکه چې غواړو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد شي.))

دى وايي چې دوى ولسمشر حامد کرزي سره د ليدلو ډېرې هڅې وکړې، خو تر اوسه نه دي توانيدلي.

حاجي ظاهر وايي چې په دې وروستيو کې يې غوښتل چې پر دې موضوع د مشرانوجرګې له رييس مسلميار سره هم وګوري، څو ځله يې ټېلېفونه ورته کړي، خو ځواب يې نه دى ورکړى.

نوموړي زياته کړه، چې د تېر کوچني اختر په ورځ والي ګل اغا شېرزى يې کورته د ا ختر مبارکۍ لپاره راغلى و او ده ورته يو ځل بيا د استعفى خبره ياده کړه.

د هغه په وينا، شېرزي ورسره يو ځل پيا ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به له ولسمشر کرزي سره وګوري او خپله استعفى به ورته وړاندې کړي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

ده زياته کړه: ((د روانې اونۍ تر چهارشنبې ورځې پورې کېداى شي ولسمشر يو شمېر واليان تغيير او تبديل کړي او دوى هم همدې پرېکړې ته منتظر دي.))

هغه وايي، چې والي ګل اغا شېرزى اوس په کابل کې دى، خو د ننګرهار ولسونه پر خپلې پرېکړې ولاړ دي او د شېرزي د استعفى غوښتنه کوي.

د حاجي ظاهر په وينا، که چېرې د شېرزي خبره معلومه نه شوه، نو د ننګرهار وکيلان او هغه ولسونه به يو ځل بيا غږ پورته کړي او وروستۍ پرېکړه به وکړي.

نوموړي د ننګرهار وروستيو نا امنيو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه ولايت امنيتي چارواکي عدلي ارګانونو ته معرفي شوى او دى پرې خواشينى دى.

هغه زياته کړه: ((په ننګرهار کې امنيه قوماندان بې صلاحيته کس دى ، تر څو چې رهبري ستونزه لري مشکلات به زياتېږي، په کاره ده چې د رهبرۍ په برخه کې پرېکړه وشي.))

نوموړي د هغې ګنګوسې په ځواب کې چې ويل کېدل حاجي ظاهر قدير او والي ګل اغا شېرزي د يو شمېر امتيازاتو د تبادلې په نتيجه کې معامله ګري کړې ده وويل: ((هېڅ کله به د ملي ګټو پر سر جوړ جاړى ونه کړم او نه مې دا عادت دى بله دا چې زه لا ژوندى يم مړ نه يم، ډېر ژر به تاسې وګورئ چې له ننګرهار سره څوک خيانت کوي. ))

د ولسي جرګى دغه غړى دا هم وايي، چې په دې وروستيو کې له سختو سياسي ستونزو سره مخ دى او د هېواد ګڼې کړۍ ورته دسيسې او ستونزې جوړوي.

دى وايي: ((په افغانستان کې تش په نوم ديموکراسي ده، دلته ديکتاتوري روانه ده.))

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى چې د شوو لاريونونو له مشرانو څخه ګڼل کېده پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ګڼو مشرانو په ولايتي شورا کې د رسنيو پر وړاندې يو ليک وليکه او مشري يې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار پر غاړه لرله.

هغه: ((په ليک کې راغلي وو، چې له ولسمشر سره به د مشرانو جرګې رييس وګوري او د ناستې لپاره به وخت واخلي.))

نوموړى وايي: ((يو شمېر مشرانو په دې قضيه کې معاملې وکړې او هر څه چوپ پاتې شول.))

زمرى د کوم وکيل نوم نه اخلي خو پر ځان لګېدلي تورونه چې ګواکې دوى هم د ځينو امتيازاتو په بدل کې چوپ پاتې شوي وايي، چې د يوه ننګرهار په توګه هر وخت حاضر دى چې ټولنې ته حساب ورکړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي او يا هم دهغه د وياند احمد ضياء الزي نظر واخلي، خو د مکررو اړيکو سره سره هغوى په دې اړه نظر ورنکړ.

دغه راز پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په يادو غونډو او لاريونونو کې د دخيلو وکيلانو فريدون مومند، فضل هادي مسلميار او نورو نظرونه واخلي، خو دوى نه غوښتل چې پر دې موضوع وغږېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.