ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د کرنې او مالدارۍ برخو پروژې پيلېږي

هلمند کې د کرنې او مالدارۍ برخو پروژې پيلېږي

author avatar
2 Sep 2013 - 14:37
هلمند کې د کرنې او مالدارۍ برخو پروژې پيلېږي
author avatar
2 Sep 2013 - 14:37

لښكرګاه (پژواك ۱۱وږى ۹۲): د هلمند د كرنې رياست مسوولين وايي، چې په راتلونكو دريو مياشتو كې به د كرنې او مالدارۍ په برخه كې د ۱۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل کړي.

د دغه ولايت د كرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي د وږي په ۱۱مه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د دې پروژو د پيل خبر ورکړ.

نوموړي زياته کړه، چې يادې پروژې به د مركز په ګډون په ۱۱ ولسواليو كې پيل شي.

د احمدزي په خبره، له دې جملې د زعفرانو د کښت لپاره ۳۸۰ قطعې ځمکه، چې هره قطعه نيم جريب كېږي، د كروندګرو په واك كې ورکول کېږي او د کرنې رياست به ورته په دوامداره توګه تخمونه، کيمياوي سره او روزنه ورکوي.

د ده په وينا، چې ۷۴۰۰ كروندګرو ته به د غنمو د تخم د ورکړې تر څنګ ۶۰۰ بې وزلو او كونډو ښځو ته د مالدارۍ په برخه كې امكانات هم برابر کړي.

نوموړي وويل، دغو مېرمنو ته به، چې په ولسواليو كې اوسېږي، اوزې وركړل شي، څو له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې حل کړي.

د کرنې رييس وايي، په يادو ۱۱۵ پروژو کې درې د څارويو روغتيايي مركزونه او د نباتي ناروغيو د مخنيوي لپاره پروګرامونه هم په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دغو برخو کې به بزګرانو او مالدارنو ته روزنه هم ورکړل شي تر څو په راتلونکي کې خپلې ستونزې د خپلو تجربو له مخې حل کړي.

 احمدزي زياته كړه، په همدې موده كې به ۳۸۰ كوچيانو ته هم په بېلابېلو برخو كې روزنه وركړل شي چې مېرمنې به هم په كې شاملې وي.

انجينر احمدزي وويل، د کرنې رياست په پنځه كلن پلان کار کوي، چې څلور بېلابېل پروګرامونه د بڼو جوړول، ماركېټ پيداكول او د بڼوالو روزل په کې شامل دي.

نوموړى زياتوي، چې په همدغه پنځه كلن پلان كې د كرنې او مالدارۍ د كوچنيو پروګرامونو  تر څنګ د څېړنې او ترويج ، دغه راز د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوو کسانو لپاره ځانګړې پروژې هم شته.

د هلمند د نادعلي يو کروندګر، صفي الله د کرنې رياست پر طرحه شوي پلان خوښي وښوده او زياته يې کړه، که ځمکوال او مالدار وهڅول شي، د کرنې پراختيا ته به د خلکو پام نور هم ډېر شي.

هغه زياته کړه، هلمند يو کرنيز ولايت دى او زياتې اوبه لري، که د کرنې برخې ته په پاملرنه ډېره شي نه يواځې د هلمند بلکې د نږدې سيمو او ولايتونو د خلکو اړتياوې به هم ورسره پوره شي.

اوسمهال د هلمند تر اتيا سلنه زيات خلک د كرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.