ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنو ګډه کاري کمېټه : ايوب زاده زموږ استازى نه دى

author avatar
3 Sep 2013 - 14:34
author avatar
3 Sep 2013 - 14:34

دا په داسې حال کې ده ، چې د مشرانو جرګې مشر او د غورواي کمېټې وياند فضل هادي مسلميار تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د مدني بېلابېلو بنسټونو،  د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) مشر محمدنعيم ايوب زاده غوراوي کمېټې ته د خپل استازي په توګه ور وپېژاند.

د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړيږي.

دغه کمېټه دنده لري، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لپاره ١٥ تنه ولسمشر ته معرفي او ولسمشر له دې ډلې د يادو کمېسيونونو غړي وټاکي.

تر تېرې ورځې په دې کمېټه کې د مدني ټولنې استازى نه و، ځکه چې کمېټې ته د مدني ټولنو تر منځ د اختلاف له امله، د مدني ټولنې بنسټونو بېلابېل استازي معرفي کړي وو.

تيفا محمدنعيم ايوب زاده او د مدني ټولنو کاري کمېټې نادر نادري د خپلو استازيو په توګه د غوراوي کمېټې ته معرفي کړى و ، خو نادري وړمه ورځ له خپلې کانديدۍ تېر شو.

د افغانستان د مدني ټولنو د ګډې کاري کمېټې غړي متين اذريون نن د دې کمېټې په استازيتوب په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ګډې کاري کمېټې له کانديدۍ د نادري تېرېدل ونه منل .

خو هغه وايي، مخکې له دې چې نادري د دويم ځل لپاره د غوراوي کمېټې ته د استازي په توګه معرفي کړي، د غوراوي کمېټې په “يوه فرمايشي او غيردموکراتيک اقدام ” سره ايوب زاده د مدني ټولنو د استازي په توګه وټاکه.

ده وويل چې دغه انتخاب ، له مدني ټولنو د ملاتړ او د ازادو  او عادلانو ټاکنو په تړاو د دولت د ناسم نيت څرګندونه کوي.   

دى وايي، چې د افغانستان د مدني ټولنو د ګډې کاري کمېټې چې د مدني ټولنو د ١٢٠٠ بنسټونو استازيتوب کوي ، د غواري کمېټې دغه “غيردموکراتيک او مغرضانه ” اقدام په کلکه غندي او هغه څوک چې د مدني ټولنو د استازي په نوم ټاکل شوى ، په رسميت نه پېژني.

هغه وويل، چې له ولسمشر او د هغه له نړيوالو ملګرو غواړي ، چې که د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د غړيو د ټاکنې رڼې پروسې او د مدني ټولنو ملاتړ ته ژمن وي، نو د غوراوي له کمېټې دې په دې اړه وپوښتي او په راتلونکي کې دې د دا ډول کړنو مخه ونيسي.   

دى وايي:”که چېرې حکومت دا ډول له دموکراتيکو اصولو سره په ټکر کې سليقوي او شخصي کړنو ته ادامه ورکړي، موږ د مدني ټولنو غړي به مدني نافرمانيو ته مخه کړو.”

د مدني ټولنو د استازي په توګه د ايوب زاده په معرفي کېدو سره، غوراوي کمېټې تېره ورځ  خپل کار پيل کړى دى .

مسلميار وايي،هڅه کوي چې ډېر ژر ١٥ تنه ولسمشر ته معرفي کړي، تر څو ولسمشر له دې ډلې پنځه تنه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د غړو په توګه وټاکي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د غړيتوب ترلاسه کولو په موخه له ٣٠٠ زياتو تنو چې ځينې يې د ملي شورا غړي دي ، خپل غوښتنليکونه د غوراوي کمېټې ته سپارلي دي.

 مدني ټولنې (تيفا او فيفا) د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړو د غوراوي پر مهال هم دوه استازي د غوراوي کمېټې ته معرفي کړي وو.

د غوراوي کمېټې شاوخوا يوه مياشت مخکې له همدې امله له ورمعرفي شوو کسانو يو هم د استازي په توګه ونه مانه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړو د ټاکلو لپاره يې ٢٧ تنه ولسمشر ته معرفي کړل.

ولسمشر بيا د يادو کسانو له ډلې احمديوسف نورستانى، عبدالرحمان هوتکي، ګلالۍ اڅګزۍ، شريفه زرمتۍ وردګ، سريراحمدبرمک، ليلا احراري، قاضي سليمان حامد، محمد عزيز بختياري او محمد حسين ګرزيواني د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړيو په توګه وټاکل.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.