جلال اباد(پژواک،١٢ وږى٩٢): ناپېژاندو وسله والو په نورستان ولايت کې درې ډاکټران تښتولي دي.
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند د وږي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته نيمې بجې د نورستان د دواب او نورګرام ولسوالۍ په منځ سيمه کې له کابله راغلي درې ډاکټران د ناپيژانده وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
نوموړى وايي ،چې ياد ډاکټران په خپل سر ساحې ته تللي وو او امنيتي ځواکونه يې نه وو په جريان کړي.
د هغه په وينا، يادو ډاکټرانو د کلينيکونو او نورو صحي مراکزو ارزونه کوله ، چې نن سهار وتښتول شول .
بهاند زياتوي ، چې امنيتي ځواکونو د يادو ډاکټرانو د پېدا کېدو په اړه هڅې پيل کړې دي.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک اژانس ته د يادو کسانو تښتونه تاييد او زياته يې کړه، چې ياد ډاکټران په داسې سيمه کې وسله والو تښتولي، چې په کې حکومت حاکميت نه لري.
دى وايي ، دوى هم په هڅه کې دي ، چې تر څو ياد ډاکټران د وسله والو له منګلو راخلاص کړي.
په سيمه کې يوې بلې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان د نورګرام ولسوالۍ اړونده د سنګي پول او ګنده لبوک ترمنځ سيمې دوران څخه تښتول شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې وسله والو د عامې روغتيا وزارت اړونده ډاکټر برهان، او د اى اېم سي په نامه د روغتيا ديوې نړيوالې ادارې دوه ډاکټران هر يو ډاکټر اسدالله شينوارى او ډاکټر نور الله تښتولي دي.
دغې سرچينې وويل ، چې تښتوونکو ددوى موټر چلوونکى خوشې کړى او د ډاکټرانو برخليک تر اوسه نه دى معلوم.
تر اوسه ددې تښتوونې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په نورستان کې ددولتي او نا دولتي ادارو کارکوونکي تښتول شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن