ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې درې ډاکټران وتښتول شول

په نورستان کې درې ډاکټران وتښتول شول

author avatar
3 Sep 2013 - 15:28
په نورستان کې درې ډاکټران وتښتول شول
author avatar
3 Sep 2013 - 15:28

جلال اباد(پژواک،١٢ وږى٩٢): ناپېژاندو وسله والو په نورستان ولايت کې درې ډاکټران تښتولي دي.

 

د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند د وږي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته نيمې بجې د نورستان د دواب او نورګرام ولسوالۍ په منځ سيمه کې له کابله راغلي درې ډاکټران د ناپيژانده وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

 

نوموړى وايي ،چې ياد ډاکټران په خپل سر  ساحې ته تللي وو او امنيتي ځواکونه يې نه وو په جريان کړي.

 

د هغه په وينا، يادو ډاکټرانو د کلينيکونو او نورو صحي مراکزو ارزونه کوله ، چې نن سهار وتښتول شول .

 

بهاند زياتوي ، چې امنيتي ځواکونو د يادو ډاکټرانو د پېدا کېدو په اړه  هڅې پيل کړې دي.

 

بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک اژانس ته د يادو کسانو تښتونه تاييد او زياته يې کړه، چې ياد ډاکټران په داسې سيمه کې وسله والو تښتولي، چې په کې حکومت حاکميت نه لري.

 

دى وايي ، دوى هم په هڅه کې دي ، چې تر څو ياد ډاکټران د وسله والو له منګلو راخلاص کړي.

 

په سيمه کې يوې بلې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان د نورګرام ولسوالۍ اړونده د سنګي پول او ګنده لبوک ترمنځ سيمې دوران څخه تښتول شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې وسله والو د عامې روغتيا وزارت اړونده ډاکټر برهان، او د اى اېم سي په نامه د روغتيا ديوې نړيوالې ادارې دوه ډاکټران هر يو ډاکټر اسدالله شينوارى او ډاکټر نور الله تښتولي دي.

 

دغې سرچينې وويل ، چې تښتوونکو ددوى موټر چلوونکى خوشې کړى او د ډاکټرانو برخليک تر اوسه نه دى معلوم.

 

تر اوسه ددې تښتوونې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په نورستان کې ددولتي او نا دولتي ادارو کارکوونکي تښتول شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.