ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار والي له چاودنې روغ ووت

د تخار والي له چاودنې روغ ووت

author avatar
4 Sep 2013 - 13:50
د تخار والي له چاودنې روغ ووت
author avatar
4 Sep 2013 - 13:50

کندوز (پژواک ١٣ وږى ٩٢): د تخار والي او د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي د ماين له چاودنې روغ ووت.

دغه ماين په کندوز ولايت کې د هغه کاروان ته اېښودل شوى و.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماين دغه چاودنه نن له غرمې وړاندې کندوز ښار ته څېرمه په چرخاب سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې والي او په کاروان کې نورو کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان اغا ګل قطغني وايي، چې دغه ماين د والي  پر تعقيبي رينجر موټر چاودېدلى او يواځې رينجر موټر په کې يو څه ويجاړ شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې والي د کندوز د دشت ارچي د ولسوال شيخ صدرالدين سعدي د فاتحې له مراسمو وروسته د تخار مرکز ته پر لاره و، چې له يادې پېښې سره مخ شو.

د وږي په ٨ مه د دشت ارچي ولسوال له ١١ نورو کسانو سره په دې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو او ٢٧  تنه نور ټپيان شول.

عبداللطيف ابراهيمي د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي ورور او له پخوانيو جهادي قوماندانو څخه دى، چې تېره مياشت د تخار د پخواني والي احمد فيصل بېکزاد پر ځاى وټاکل شو.

تېره ورځ دبدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښاروال او پخوانى جهادي قوماندان نذيرمحمد نيازى هم د ماين له يوې چاودنې روغ ووت، خو د ساتونکو په ګډون يې څلور تنه ټپيان شول.

د دغو دوو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.