ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون د درغليو د مخنيوي لپار نوى پلان جوړ کړى

د ټاکنو کمېسيون د درغليو د مخنيوي لپار نوى پلان جوړ کړى

author avatar
4 Sep 2013 - 15:31
د ټاکنو کمېسيون د درغليو د مخنيوي لپار نوى پلان جوړ کړى
author avatar
4 Sep 2013 - 15:31

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره د نوي پلان د جوړېدو خبر ورکړ او وايي، چې له امنيتي ستونزو سره سره د سياسي واک د لېږد لپاره له ټاکنو پرته بل هېڅ لاره نشته.

د ياد کمېسيون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخېل نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال، چې د افغان يووالي په نوم مدني ټولنې له خوا جوړه شوې وه وويل، چې په نوي پلان کې له بېلابېلو لارو د ټاکنو پروسې د منصفانه څارنې، له لايحو سره سم پر دندو د کار کوونکو د ګومارلو او له امنيتي ارګانونو سره د خلکو، مدني ټولنو او سياسي ګوندونو د همکاريو څرنګوالى شامل دي.

د هغه په وينا، دغه پلان هغه مهال ښه پلى کېداى شي، چې امنيتي ارګانونه د ټاکنو د مرکزونو، خلکو، نوماندانو، ناظرينو، مشاهدينو او د ټاکنو کمېسيون د کار کوونکو امنيت ټينګ کړي.

امرخېل وايي، امنيتي ارګانونو ورته ويلي، چې د رايې اچونې له نږدې ٧ زرو مرکزونو څخه په ٣٤٣٥ مرکزونو کې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته، خو ٢٥٩ مرکزونه په هغو سيمو کې دي، چې د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي او پاتې نور ځيني له لږ، ځيني له متوسط او ځيني هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

په نننۍ ناسته کې د کورنيو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې مشر پاسوال محمد داود عسکريار وويل، امنيتي ځواکونه خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې د ټاکنو لپاره امنيت تامين کړي.

هغه وويل، چې د کورنيو چارو وزارت په رهبرۍ کې بدلون راغلى او کېداى شي نوي مشران د ټاکنو امنيت د ټينګښت لپاره پلانونه جوړ کړي.

دوې ورځې وړاندې محمدعمر داودزى د کورنيو چارو وزارت د سرپرست او محمدايوب سالنګي د دغه وزارت د امنيتي مرستيال په توګه وټاکل شول.

امرخېل وايي، چې د کمېسيون نوى پلان د ښو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د تېرو ټاکنو د تجربو پر اساس جوړ شوى دى.

خو ده زياته کړه: ((موږ د جنګ په حالت کې ټاکنې ترسره کوو، ځيني ستونزې به ولري.))

امرخېل وايي، چې کمېسيون اوس هم په ځينو ولايتونو کې د ښځينه کارکوونکو په ګومارلو کې ستونزې لري، چې دا ستونزه د ټاکنو پر پروسې منفي اغېز کوي.

هغه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له نوماندانو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو پروسې په ټولو چارو کې قانون مراعات کړي او کمېسيون او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځينو کسانو د رايو ورکولو څو کارتونه ترلاسه کړي وويل: ((هېڅوک نه شي کولاى، چې دوه ځلې رايه ورکړي او که چا ډېر کارتونه اخيستي هېڅ يې په درد نه لګېږي…او دغه د ډېرو کارتونو کار اکثره سياسي مشران کوي او زه ترې غوښتنه کوم، چې دا کار ونه کړي.))

 تېره ورځ په کابل ښار کې له زرو زياتو کسانو په يوه غونډه کې وويل، چې د امنيتي ستونزو له امله د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ناممکنې دي.

دوى غوښتنه کوله، چې ټاکنې بايد ٢٠١٨ کال ته وځنډول شي.

خو امرخېل وايي، چې په هېواد کې د سياسي واک د لېږد لپاره د ټاکنو له ترسره کېدو پرته بل هيڅ لاره نشته او ټاکنې به له اساسي قانون سره سم پر خپل وخت ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣د وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېږي.

امرخېل زياته کړه: ((کمېسيون د ظرفيت، لوجستيک، مالي او عملياتي برخو کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هيڅ ډول ستونزه نه لري.))

په ياده غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنرې شريفې زرمتۍ هم وويل: ((په هيڅ برخه کې داسې اندېښنې نشته، چې له مخې يې ټاکنې وځنډول شي او کمېسيون او حکومت هيڅ مهال دا خبره نه مني، چې ټاکنې دې وځنډول شي.))

زرمتۍ له سياسي مشرانو غوښتنه وکړه، چې خلکو ته بې ځايه اندېښنې پيدا نه کړي او پر ځاى يې دي د ټاکنو پروسې په امنيتي او نورو برخو کې مرستې وکړي.

د هغې د معلوماتې له مخې، تر اوسه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې ٨٠٠ زره تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې، چې ٢٥ سلنه يې ښځې دي.

په ياده غونډه کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فيفا) بنسټ استازي شاه محمود هم وويل، داسې کوم څه نه ليدل کېږي، چې له مخې يې ټاکنې وځنډول شي.

ده زياته کړه: ((ځيني کسان چې د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کوي، کېداى شي دا د چا په ګټه کمپاين وي، خو زه ځان ته اجازه نه ورکوم، چې نوم يې واخلم.))

په ياده غونډه کې د افغان يووالي مدني ټولنې له لوري يوه اعلاميه هم خپره شوه.

په اعلاميه کې له حکومت او د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه شوې، چې تر وروستي بريده هڅه وکړي تر څو په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيول شي او رڼې ټاکنې، چې ټولو ته د منلو وړ وي ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.