جلال اباد (پژواک ١٣ وږى ٩٢): د نورستان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تښتول شوي درې ډاکټران خوشې شوي دي.
دغه ډاکټران له يوه موټر چلوونکي سره پرون د نورستان له نورګرام ولسوالۍ څخه د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شول، خو موټر چلوونکى يې هماغه مهال بېرته خوشې کړى و.
په يادو ډاکټرانو کې يو يې د عامې روغتيا وزارت اړوند او دوه نور د اى اېم سي په نوم د يوې نړيوالې روغتيايي موسسې کار کوونکي دي.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډاکټران د پوليسو د هلو ځلو او عملياتو په پايله کې راخلاص شوي دي.
خو وسله وال طالبان د دغو ډاکټرانو په تښتولو کې لاس لرل ردوي او وايي ، چې دغه کسان د وسله والو غلو له خوا تښتول شوي وو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې په سيمه کې طالبانو هم د هغوى د خوشې کولو لپاره هلې ځلې پيل کړې وې ، چې په پايله کې يې غله وتښتېدل او ډاکټران خوشې شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن