ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې يو قومي مشر ووژل شو

پکتيا کې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
4 Sep 2013 - 12:49
پکتيا کې يو قومي مشر ووژل شو
author avatar
4 Sep 2013 - 12:49

ګردېز (پژواک ١٣ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر د وسله والو په هدفي بريد کې وژل شوى دى.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې قومي مشر مقبل فضلي نن سهار ووژل شو.

هغه وايي، په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي، خو تر دې مهاله يې څوک نه دي نيولي.

دغه جهادي قوماندان او قومي مخور د قومونو او قبايلو چارو د سرپرست وزير ډاکټر اکرم خپلواک د تره زوى و.

ډاکټر اکرم خپلواک پژواک اژانس ته وويل، د تره زوى يې نن سهار په خپل کلي سلام خېلو کې د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، مقبل فضلي د خپلې سيمې ښوونځي ته د ليدنې لپاره ورغلى و، چې د راتلو پر مهال سهار اته بجې پرې بريد وشو.

نوموړى واىي، وسله وال په يو کرولا موټر کې سپاره وو، چې د هغه د راوتو پر مهال يې پرې بريد وکړ.

د ده په وينا، سيمې ته يې امنيتي ځواکونه لېږلي او د بريدګرو لټه يې پيل کړې ده.

احمد ابا ولسوالۍ د ګردېز ختيځ ته په شل کيلومتري واټن کې پرته ده، دغه سيمه پخوا امن وه ، خو اوس په کې ناامني زياته شوې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د مقبل فضلي په وژنه کې لاس نه لري، ښايي شخصي ستونزې به يې لرلې.

تېره شپه په غزني کې هم يو پخوانى جهادي قوماندان او قومي مخور له دوو زامنو سره ووژل شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.