ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “ملي تفاهم مجمع” په نوم اېتلاف جوړ شو

د “ملي تفاهم مجمع” په نوم اېتلاف جوړ شو

author avatar
5 Sep 2013 - 15:15
د “ملي تفاهم مجمع” په نوم اېتلاف جوړ شو
author avatar
5 Sep 2013 - 15:15

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٢): له لسو ګوندونو او يو شمېر ټولنيزو سازمانونو جوړ “د ملي تفاهم مجمع” د خپل شتون له اعلان سره جوخت وويل، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدپه اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي.

د ملي تفاهم مجمع د تشکيلاتو مشر محمدياسين عصيم نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې په دې مجمع کې د ملي پيوستون نهضت، د خلکو رسالت، واحد افغانستان، د خلکو ارمان، ازادۍ او برابرۍ، ديموکراسي، د افغانستان د خلکو د حاکميت نهضت، د ديموکراسۍ جنبش، د رفاه او عدالت او د افغانستان د ملي حرکت ګوندونه شامل دي.

عصيم وويل، چې ١١٠ ټولنيز سازمانونه هم د دې مجمع غړيتوب لري.

د دې مجمع او د افغانستان د ملي پيوستون نهضت مشر سيداسحاق ګيلاني وويل، چې په تېرو څو کلونو کې دولت په هېواد کې د امنيت پر ټينګښت بريالى نه شو.

هغه زياته کړه، چې په دې موده کې په هېواد کې وژنې، بشري ضد جرمونه، د ځمکو غصب او اداري فساد وروستي حد ته رسېدلي او د ملي تفاهم مجمع د دې لپاره رامنځته شوې چې يادو ناخوالو ته د افغانستان د خلکو په ملتيا د پاى ټکى کېږدي.

هغه زياته کړه: “د دې مجمع رامنځته کېدل يوه تاريخي اړتيا ده… همدا اوس زموږ په منځ کې په همدې غونډه کې د طالبانو استازى هم شته، ښه راغلئ محترمو طالبانو!”

خو ګيلاني ونه ويل، چې چا د طالبانو په استازيتوب په دې غونډه کې، چې زرګونه کسانو په کې برخه لرله، برخه اخيستې ده.

ده له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې له دې مجمع سره يو ځاى شي، تر څو په ګډه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره منظم پلان جوړ کړي.

هغه زياته کړه: “د طالبانو په اړه قضاوت نه کوو، خو دومره وايم، چې په تنګ شي نو په جنګ شي.”

ګيلاني وويل، چې د ملي تفاهم مجمع به ډېر ژر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپل مستقل کانديد وړاندې کړي او يا به هم له هغه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، چې وکولاى شي د افغانستان روانو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

ګيلاني وايي: “موږ بايد هغه چا ته رايه ورکړو، چې مسلمان وي، افغان وي او دغه روانې ستونزې ختمې کړي.”

ده په نننۍ غونډه کې چې ځينو بهرنيو ديپلوماتانو هم په کې برخه لرله، له ټولو بهرنيانو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي او افغانان پرېږدي چې خپل راتلونکي مشران وټاکي.

د ملي تفاهم مجمع مرستيال عبدالغفار نېکخواه وويل، چې دغه مجمع يواځې پر ټاکنو پورې اړوند د لنډې مودې اېتلاف نه دى.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان پرمختګ، په ټاکنو کې ونډه اخيستنه، د افغانستان د ټولو خواو تر منځ مذاکره، د هر ډول تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه، د شهيدانو او معلولينو له حقونو ملاتړ، د وزګارتيا، بېوزلۍ او نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه او د ښځو او ماشومانو له حقونو دفاع، د دې مجمع د جوړېدو مهمې موخې دي.

د راتلونکو ټاکنو لپاره د اېتلافونو جوړولو په موخه د نورو سياسي ګوندونو تر منځ هم ناستې او خبرې روانې دي او ځيني سره سلا شوي هم دي.

د وږي په ٧ مه له ١٥سياسي حرکتونو جوړ ” ټاکنيز اتحاد” د خپل شتون اعلان وکړ او ويې ويل چې پر ګډ کانديد فکر کوي.

 په دغه ټاکنيز اتحاد کې د جنرال دوستم په مشرۍ ملي جنبش ګوند، د احمدضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهه، د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ملي اېتلاف، د امرالله صالح په مشرۍ د “روند سبز” په نوم خوځښت، د محمدمحقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو وحدت ګوند، د سيدعلي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار ګوند، د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي ګوند، د محمديونس قانوني په مشرۍ د افغانستان نوين ګوند، د قربان علي عرفاني په مشرۍ د وحدت ملت افغانستان ګوند، د ملا عزت الله په مشرۍ د افغانستان د عربو قوم ګوند، د عدالت او پراختيا ګوند، د افغانستان د قومونو ګوند، د نورالحق علومي په مشرۍ د افغانستان متحد ګوند او د افغانستان د ترکمنو ټولنيز بنسټ، شامل دي.

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي او د ولسمشر د دويم مرستيال په مشرۍ د وحدت ګوند هم څه موده مخکې د ايتلاف د جوړېدو خبر ورکړى.

 دغه راز له تېرې ورځې راهيسې د راتلونکو ټولټاکنو په موخه د بل اېتلاف لپاره د يو شمېر سياسي څېرو او ګوندونو غونډه هم روانه ده، خو تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د يوه سياسي ګوند يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه د د افغانستان د ملي محاذ د مشر پير سيداحمد ګيلاني په کور کې روانه ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې غونډه کې له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد، د کورنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر، د ولسمشر کرزي ور عبدالقيوم کرزي، د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد او ځينو نورو کسانو برخه اخيستې ده.

د يوه بل سياسي ګوند غړى، چې د يادې غونډې په اړه معلومات لري، وايي هڅې روانې دي، چې په دې غونډه کې د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سياف، د ولسمشر دويم مرستيال محمدکريم خليلي او د عبدالهادي ارغنديوال حزب اسلامي ډلې هم ګډون وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.