ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينډنډ کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي

شينډنډ کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي

هرات (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د هرات په ولايتي شورا کې د شيندنډ ولسوالۍ استازى وايي، چې د وسله والو په يوه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او د يوې بلې پوستې پوليس مرکز ته تښتېدلي دي.

د ولايتي شورا غړی تورمحمد ظريفي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو تېره شپه  د شينډنډ ښار او عزيز اباد تر منځ د چنګان پوزې په نوم سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او د هغوى وسايل هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

ظريفي دغه راز وويل، چې د اوراين په نوم سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې پوليسو خپله پوسته پرېيښې او  د ولسوالۍ مرکز ته تللي دي.

د ولايتي شورا دغه غړى وايي، چې په شينډنډ ولسوالۍ ورځ تر بلې امنيت خراب او د وسله والو مخالفينو شتون او خوځښتونه زياتېږي.

د نوموړي په وينا، دوه شپې مخکې هم د دوو پوستو سيمه ييز پوليس خپلې پوستې پرېيښې او تللي دي.

د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال غلام غوث مليار له يادې پېښې ناخبري وښوده او زياته يې کړه، چې دى په يوه کاري سفر بوخت دى.

 خو يوې بلې دولتي سرچينې پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې وسله والو پوليس وژلي او وسلې يې هم ترې وړې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په شينډنډ کې يې يوه پوسته نيولې او درې پوليس يې وژلي دي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.