کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ او افغان ملي غورځنګ په ګډه د بېسوادۍ پر وړاندې ګډه مبارزه پيلوي.
د کرکټ بورډ له خوا د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان ملي غورځنګ سره په ګډه د ناپوهۍ پر وړاندې د ټولو ممکنه هلوځلو کولو په موخه د سواد نړيواله ورځ نمانځي.
سرچينې زياته کړې، چې له ناپوهۍ سره د جهاد اعلان به د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مراسمو کې به ديني عالمان او د کرکټ اتلان د سواد په اړه خپل پيغامونه وايي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې په مراسمو کې به دغه راز ماشومان د پوهنې ترانې ولولي او د کرکټ ځوان ستوري به له بې سوادۍ سره خپله مبارزه د کرکټ په يوه لس اوريزه لوبه پيل کړي.
د افغان ملي غورځنګ يوه غړي ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، له بده مرغه په هېواد کې د څو لسيزو جګړو له مله ډېرى ماشومان او ځوانان بې سواده پاتې شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، پوهنه هغه قوه ده چې تل يې د نړۍ زبرځواکونه خپل ارزښت ته د تعظيم کولو لپاره اړ ايستلي دي.
د ځلاند په وينا، د همدې موخه لپاره دوى د بېسوادۍ له منځه وړلو او په هېواد کې پوهنې او زده کړې ته د ماشومانو او ځوانانو د هڅولو په موخه له کرکټ بورډ سره په ګډه دغه کمپاين پيلوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن